طالب ته مرستې او امکانات له اسمانه راځي!!!؟

comments 0

0 Views

لیکوال: بریالې ویاړ
طالبانو له تېرو اتلس کلونو راهیسې د افغانانو پرضد جګړه کوي او په دې جګړه کې یې لسګونه زره افغانان قرباني کړي دي او لا هم د طالب جګړه او د افغانانو قرباني دوام لري.
طالب د اسلام تر نامه لاندې د اشغال ! پرضد جګړه پيل کړې، افغانان او افغان حکومت ورته مزدور او ګوډاګۍ ښکاري او هر ډول وژل او د حکومت ضد کړنې ورته جهاد! ښکاري.
طالب په دې پلمه ځوانان د جګړې لپاره استخداموي چې ګنې د بهرنیو ځواکونو پرضد جګړه کوي، خو له هغې ورځې چې افغان ځواکونو د جګړې مسوولیت اخیستی هم د طالب جګړې دوام پيدا کړی او په دې جګړه کې هیڅ بهرنۍ عسکر نه وژل کیږي.
طالب په دې پلمه جګړې ته د جهاد! نوم ورکوي چې ګنې افغان حکومت او ځواکونه یې بهرني هېوادونو تمویلوي او جګړه ورسره روا ده، خو طالب نه ګوري چې دوی ته امکانات او پيسې څوک د کومې موخې لپاره ورکوي.
طالبان او ډله یې خلکو ته فریب ورکوي چې یا دوی ته مرستې اسلامي هېوادونه ورکوي او یا ورته له اسمان رالوي او دوی پرې جګړه کوي.
خو ښکاره خبره ده، که افغان حکومت او ځواکونو سره بهرني هېوادونه مرستې کوي، تاته هم بهرني هېوادونه د یوې موخې لپاره پيسې درکوي او ته یې د هېواد د بربادۍ او افغان وژنې لپاره مصرفوې.
خو یواځې د قران د ایاتونو او احادیثو تفسیر ورته په خپله خوښه جوړوئ، تاسو ته بهرنۍ مرستې جایز او روا دي، خو که افغان حکومت دا مرستې ترلاسه کوي، نو بیا مزدور او ګوډاګی دی.
طالب ته ښه چانس دا برابر دی چې له یوې خوا یې سیمو کې ښوونځي بند کړي، ماشومان چې له زده کړو بې برخې و، اوس ځوانان دي چې د جهالت له امله د طالبانو په لیکو کې جګړه کوي.
طالبانو لسګونه بنسټیزو پروژو مخه نیولې چې سلګونه زره ځوانان پکې پکار کیدلی شو، خو طالب دې پروژو ته ځکه اجازه نه ورکوي چې بیا ځوانانو ته کار پيدا کیږي او طالبانو سره جګړه کې برخه نه اخلي.
طالب باندې خپلو ګټو سترګې تړي او یا یې ړوند کړی دی چې هر کار ته د اسلام نوم ورکوي او په دې کار سره یې اسلام ته سخته صدمه رسولې ده، په داسې حال کې تر طالب بل سخت دښمن د اسلام لپاره نشته، له اسلام یې سره سکروټه جوړه کړې او د نوم بدۍ لپاره یې لا ډير کار کوي.
د طالب لپاره همدا یو ایات کافي دی چې (من قتل نفسامتعدا فهوا جزاء) هر هغه چا چې یو قتل په قصدي ډول وکړ، د هغه لپاره سرسخته سزا ده، خو تاسو ګورئ چئ طالب هره ورځ قتلونه کوي او بیا پرې د مزدور جاسوس او ګوډاګي ټاپه وهي.

Share this page to Telegram

Comments