طالب به یا تښتي، یا به سوله کوي / بریالی ویاړ

comments 0

0 Views

وروسته له هغې چې مشورتي جرګې د اوربند غوښتنه وکړه او دا غوښتنه افغان حکومت په دې شرط ومنله چې طالبان به هم اوربند کوي، طالبانو په یوه اعلامیه کې د خلکو د غوښتنو خلاف پر جګړه ټینګار وکړ او د روژې میاشت کې یې د جګړې کول ثواب یاد کړ.
هسې هم طالبانو هیڅکله د افغانانو غږ ته لبیک نه دی ویلی، خو دا چې د مشورتې جرګې تر څنګ نږدې ټولو ولایتونو کې د اوربند لپاره لاریونونه وشول، بیا هم طالب دا خلک ناهیلي کړل او دا غږ یې ورته وا نه ورید.
طالب فکر کوي چې حکومت په جګړه کې یا کمزوری دی او یا ستړی دی چې د اوربند غوښتنه کوي، خو داسې نه ده، حکومت د خلکو دی او خلک له حکومت غواړي چې اوربند وکړي، خو دا اوربند به هغه وخت کیږي چې طالبان هم اوربند ته غاړه کیږي.
طالبانو د جګړې په دوام بغلان او فراه کې بریدونه وکړه خو د فراه بریدونه یې په مرګ تمام شول او نږدې پنځوس طالبان پکې وژل شوي او دیرش نور ټپيان شوي دي.
فراه کې د طالبانو د نشه‌یي توکي دوه سترې فابریکې له منځه وړل شوي چې پکې زیات طالبان او د هغوی کورنۍ هم وژل شوي دی، که څه هم وژل شوي ملکي وګړي یادیږي.، خو طالبان د خپلو کورنیو د وژل کیدو مسوول ځکه دي چې د جګړې په ډګر او مرکزونو کې کورنۍ ساتي.
افغان حکومت او افغانان په دې ډير نه دي خوشحاله چې طالبان دې د جګړې له لارې له منځه یوړل شي، ځکه پوهیږي چې طالبانو یو شمېر افغان ځوانان چې زده کړې نه لري او فکر یې خام دی، د جګړې لپاره استخدام کړي او په یو او بل نوم یې دخپلو ګټو لپاره جنګوي.
د طالبانو د رهبرانو کورنۍ او اولادونه ارام ژوند لري او د جګړې د دوام له درکه زیاتې پيسې لاس ته راوړي، له همدې کبله ټینګار لري چې د اوربند او سولې پر ځای به جګړې ته دوام ورکړی.
که جګړه کې د طالبانو د رهبرانو اولادونه وژل کیدلی، جګړې به هيڅکله دومره دوام نه وی کړی، دا چې د دې جګړې قرباني افغانان دي او ګټه یې یواځې څو طالب مشران او بهرني هېوادونه وړي د جګړې دوام ته پلمې لټول کیږي.
تازه مشرانو جرګې له افغان حکومت غوښتي چې طالبانو سره هر اړخیزې هڅه وکړي چې مخامخ خبرې وکړي، اوربند وکړي، سوله وکړي او که چیرې طالبان هیڅ حاضر نه وي چې اوربند او سوله وکړي، بیا دې پوره امکاناتو نه کار واخلي چې طالبان له منځه یوړل شي.
طالب به هم لکه پخوانیو ډلو غوندې یوه ورځ کابل ته راځي او بیا به پيښیمانه وي، خو دا پښیمانه به بیا ځکه ګټه نه لري چې زیات شمېر افغانان به یې د شخصي ګټو قرباني کړي وي.
د جګړې وروستۍ ادرس سوله ده او سوله چې هر څومره ژر وي، ناوخته نه دی ، که طالب د بهرنیو له انحصار ووځي، سوله حتمي راځي او افغانان به هغه ارمان ته ورسیږي، چې له کلونو راهیسې یې لري.

Share this page to Telegram

Comments