طالب استازي: د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به جګړه ادامه لري

comments 0

1108 Views

هندوکش – بهرنۍ رسنۍ: وسله وال طالبان وایي تر هغه چې امریکایي او نور بهرني ځواکونه له افغانستان نه وي وتلي، اوربند او بین الافغاني خبرو ته نه حاضرېږي.
د امریکا غږ انګلیسي د راپور له مخې د قطر دفتر غړي او یوه مرکچي عباس ستانکزي په تازه څرګندونو کې ویلي دوی هیله لري چې د امریکایي ځواکونو پر ایستلو بریالي شي.
دده په خبره په لومړي پړاو کې خبرې ددغه ځواکونو پر ایستلو روانې دي او وسله وال طالبان به تر هغه بین الافغاني مذاکراتو او اوربند ته غاړه کې نه ږدي چې بهرنیو ځواکونو وتل نه وي پیل کړي.
هغه همدا راز په خبرو کې هم له پرمختګونو یادونه کوي او وایي چې له امریکا سره خبرې روانې دي خو د لا وضاحت لپاره اوږدې شوې دي.
د وسله والو طالبانو ترمنځ شپږم دور خبرې تېره اونۍ پای ته ورسېدې، خو ویل کېږي چې دواړه لوري پر یو لړ مسایلو پرېکړې ته نږدې شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments