طالبان یو وار بیا په خپلمنځي اختلافاتو کې را ګیر دي/ سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

1 Views

د دغه مقالې په لوستلو سره به تاسو پدې پوه شئ، چې د طالبانو تر منځ تازه اختلافات په کوم ټکیو را پورته شوي، طالب مشران یو له بله څه غوښتنې لري، بې باوری پر څه دي؟
د اختلافاتو پایله څه ده، د طالبانو په ډله کې څوک له چا سره او ولې مخالفت لري؟
تازه پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو لاس په لاس کیږي چې د طالبانو څخه د عمري محاذ په نوم د یوې نوې ډلې جلا کیدل په ډاګه کوي.
پدې ویډیو کې د جلا شوې ډلې په استازیتوب ادعا شوې ده چې د طالبانو د قطر دفتر غړي د سولې لپاره هېڅ تګلاره نلري او ټول وخت یې د قطر په ښایسته هوټلونو کې په عیش او عشرت تېرېږي.
دغه ویډیو کې د طالبانو د قطر دفتر مشران او غړي تورن شوي چې د سولې د سفرونو تر عنوان لاندې یې د بېلا بېلو کفري هېوادونو سره د اسلامي امارات د اصولو خلاف اړیکې جوړې کړي او د شخصي ګټو د تر لاسه کولو په فکر کې دي.
ویډیو کې د دې ادعاوو سره سم د قطر دفتر د غړیو عکسونه ښکاري، چې د شرق او غرب له بېلا بېلو ډیپلوماټانو او استخباراتي کسانو سره یو ځای ولاړ دي او یا ور سره په خبرو بوخت دي.
د عمري محاذ تر نوم لاندې د طالبانو دغې جلا شوې ډلې د قطر دفتر د غړیو لخوا د نیمه لوڅو ښځو سره په ناسته ولاړه، خبرو او عکسونو اخیستلو هم سخته غوسه څرګنده کړې ده او ویلي دي چې دا کار د اسلامي امارات د اصولو خلاف دی او عیش یې بللی دی.
د عمري محاذ ډله وايې چې د قطر دفتر غړیو جنګي طالبانو ته داسې مهال د جنګ د شدت امر کړی چې د جنګي طالبانو په شمول د افغانستان ټول ولس په هېواد کې د اوربند او دایمي سولې هیله لري، دوی ویلي چې د هلمند په وروستی جګړه کې طالبانو ته سخت تلفات اوښتي او د قطر دفتر غړي یې تورن کړي چې دا درد نه شي محسوسولی.
دوی زیاته کړې چې که د قطر دفتر ټول مسؤلین د سولې لپاره یوه واضح او منونکې تګلاره جوړه نکړي، عمري محاذ مجبور دی چې په افغانستان کې د ننه او اسلامي هېوادونو په کچه د سولې موازي هڅې پیل کړي.
عمري محاذ څوک دي؟
پدې محاذ کې را ټولو شویو کسانو له دې وړاندې د وسله والو طالبانو د کوېټې او پېښور شوراګانو د جیګپوړو نظامي قوماندانانو په حیث دنده اجراء کوله، چې تازه یې د عمري محاذ په نوم د یوې نوې ډلې جوړښت اعلان کړی دی، دوی هغه کسان دي چې د طالبانو سیاسي مشران یې د امریکا سره د خبرو پر وخت هم په معاملو او شخصي ګټو تورنول.

Share this page to Telegram

Comments