طالبان څه ډول شريعت غواړي؟ وقارالله دیدار

comments 0

0 Views

طالبان دا ډول شريعت غواړي چې اسلام پکې د جګړې دين وي. سوله پکې دسيسه وي. يوالی پکې غلامي وي. ولسواکي پکې کفر وي. ورور وژنه پکې جهاد وي. جهاد پکې خيانت وي. امن پکې ګوډاګيتوب وي. پرمختګ پکې بند وي. تعليم پکې ناروا وي. ښځينه پکې ړندې و کڼې وي.
طالبان په اصطلاح داسې شرعي نظام غواړي چې پاکستان راباندې واکمن وي. کابل د اسلام اباد پنځمه سوبه وي. له الفه تر يا پورې ټول هېوادوال پنجاب ته محتاج وي. د وطن اقتصادي او سياسي خپلواکي د ای ايس ای په پنجرو کې راګير وي. طالبان د داسې افغانستان لپاره جنګېږي، چې نه فابريکه لري نه اقتصادي قوه.
شريعت د اسلام يوه مهمه برخه ده چې وسمهال طالبانو خپله شخصي سليقه ګڼلې. دا سليقه چې دوئ پر کوم موډ برابروي، اختيار يې خپل دی. طالبان هيڅکله د هغه شريعت لپاره نه جنګېږي چې الله تعالی يې د پلي کېدو امر کړی دی. د طالبانو روانه جګړه چې هر څه يې سپين او بربنډ ښکارېږي، مطلق د اسلام او شريعت پر ضد ده.
طالبان د افغانستان د۳۵۰۰ ديني علماء کرامو فتوا د امريکا دسيسه ګڼي. د خدای (ج) حکم د نيکولسن پلان ګڼي. د مکې مکرمې د ملا امام شرعي دليل ټوکه ورته ښکاري. د افغانستان د ميلوني ولس د سولې غوښتنې استخباراتي فرېب ګڼي. سوله غلامي ورته ښکاري. طالبان له جګړې پرته بل هيڅ شي ته درناوی نلري.
کوم چا چې په هېواد کې جګړه غوښته د طالبانو په نظر تر ټولو ډېر د اسلام خواخوږی او سوچه مسلمان دی، او چا چې امن او سوله غوښته دوئ يې امريکايي او استخباراتي دسيسه ګڼي. طالبان يې نړۍ ته ورښيي چې اسلام مانا د جنګ دين، او داسې چې په دې دين کې سوله، امن، ورورلي، يوالی او پرمختګ نشته، يانې دا هرڅه پکې ناروا دي، ځکه طالبانو د دې ټولو د نارواتوب فتوا ورکړې، او جګړه يې تر ټولو غوره لاره بللې.
په داسې حال کې چې اسلام تر ټولو اول سوله، امن او ورورولي خوښه کړې. جګړه، افراطيت او د طالبانو په څېر اعمال يې ناروا او مردود ګڼلي. طالبانو د اسلام او افغانستان د تباهۍ لپاره د پاکستان د ای ايس ای فتوا راخيستې، په خپله کونه يې منډلې او بيا يې له جهالته ډک احساسات او مرداره جزبه پکې له جوشه ډکه کړې، جګړې ته يې ملا تړلې.
طالبان تر دې کچې د جهالت کندې ته لوېدلې چې اوس الله تعالی نبي عليه السلام ورته راولېږي، او دوئ ته ووايي چې جګړه ودرئ، سوله وکړئ، لا به يې دوئ د امريکا دسيسه وګڼي، او هيڅ باور به پر ونکړي. طالبان نه خدای امر مني، نه د اسلام حکم. دوئ يواځې و يواځې د پاکستان له لوري چمتو شوی، د جګړې پلان پلی کوي.
تاسې وګورئ دوئ څو کلونه جګړه وکړه، ايا په دې دومره جګړه، وحشت، مرګونو، او تباهيو کې يې يوه ذره قدر شريعت او اسلام ته خير ورساوه؟ ايا دوئ چېرته نړۍ والو ته وښوده چې شريعت يانې امن، خوښي او ورورولي؟ دوئ چې د شريعت د نافذېدو په ملاتړ يې جګړه پيل کړی، تراوسه يې د شريعت قانون ته کومه ګټه رسولې؟
طالبانو د شريعت د رامنځته کېدو په هدف داسې جګړه پيل کړې چې شريعت يې پکې بدنام، وطن يې پکې وران کړ. دوئ چې شريعت او وطن ته کومه ضربه ورکړې، د دينا هيڅ کفر نه ده ورکړې. جګړه يې د کفر پر ضد پيل کړې، مګر اول يې خپل پل، مسجد، او کلی پکې په نښه کړی دی.
د طالبانو دې حماقت ته سړی حيران شي چې د خدای کور( مسجد) يې د جګړې په سنګر بدل کړی، مګر بيا هم نه شرمېږي، وايي: د اسلام د پرمختګ او د شرعي قانون د نافذېدو لپاره جګړه کوو. دې جګړې ته سړی حيران شي چې اول بريد يې پر اسلام دی، دويم يې پر خپل ولس دی.
ولس دې پر دې پوه شي چې طالبان اصلاً شرعي نظام نه غواړي، بلکې د شرعي نظام بنسټونه ورانوي، شرعي نظام بدناوي، او اسلام د جګړې په دين معرفي کوي. دا د انګرېز هغه طرحه ده چې په افغانستان کې تر درې واري ماتې وروسته يې چمتو کړې، او د پاکستان په دستور يې په طالبانو عملي کوي.

Share this page to Telegram

Comments