طالبان څه ډول اسلامي نظام غواړي؟

comments 0

14 Views

هندوکش ـــ کابل: وروسته له هغه چې د قطر په دوحه کې د طالب ډلې او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذکراتو د پرانېستې مراسم تر سره شول، د سیاسي او حقوقي چارو یو شمېر څېړونکي وايي چې لا هم د دوی لپاره د نظام د بدلون په برخه کې د طالبانو دریځ ګونګ او ناڅرګند دی.
د یادونې وړ ده چې د سولې د مذکراتو د پرانېستې په مراسم کې د طالب ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل چې دوی په افغاستان کې د یو اسلامي نظام غوښتونکي دي، خو د سیاسي او حقوقي چارو څېړونکی یونس فکور وايي چې د طالبانو دا خبره ګونګه ده.
ښاغلی فکور زیاتوي:« د اسلامي نظام په برخه د طالبانو خبرې ګونګې دي، زما سره سوال دی، چې دوی څه ډول اسلامي نظام غواړي؟ ایا د دې نظام موډل د اسلامي نړۍ په کومو هېوادونو کې شته؟ دا هغه پوښتنې دي چې باید طالبان یې په پوره وضاحت سره ځواب کړي.»
ښاغلی فکور وايي چې د نظام د بدلون لپاره د طالبانو نیت بد دی او دا له بهر او په خاص ډول د ای اېس ای له فرمایشونو سرچینه اخلي.«طالبان باید په دې ځان پوه کړي چې د اوسني جمهوري نظام بدلون د افغانستان د دښمانانو او بلخصوص د پاکستان غوښتنه ده، جموریت په نړیواله کچه منل شوی نظام دی، سره د دې چې دلته په لومړیو کې ځینې ستونزې لرلې خو که جګړه بنده شي جمهوریت مو هيلو ته رسولی شي.»
دا په داسې حال کې ده چې پرون سه شنبه ولسمشرۍ ماڼۍ یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې د تېرو نولسو کالونو په هېڅ لاسته راوړنه به معامله ونشي، چې یو له هغه جمهوریت دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments