طالبان څه غواړي؟: سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

اوس زیات شمېر افغانانو ته ثابته شوې چې طالبان یوه پلورل شوې ډله ده او د امتیازاتو په بدل کې د نورو هېوادونو د ګټو لپاره افغانان او افغان ځواکونه شهیدانوي.

په جګړو او د طالبانو په لیکو او بریدونو کې مالومه شوه چې طالبان هیڅ ډول ملي اواسلامي ارزښتونو ته درناوی نه لري او خپل ناوړه هدف ته د رسیدو لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي.

طالب د اسلام د بدنامولو لپاره یوه جوړه شوې پروژه ده او هغه کارونه پرې کوي چې نړۍ ته د اسلام مبارک دین بدنام کړي.

طالب د نورو په دستورخپله اردو او پولیس په ډله ییز ډول له منځه وړي او د افغانانو د ابدي دښمن یانې پاکستان هغه ارمان پوره کوي چې افغانستان دې هیڅلکه د اردو او پولیسو خاوند نه شي.

د پاکستان هیڅکله نه پیرزو کیږي چې افغانستان دې یوه پیاوړې اردو او پیاوړی ځواک ولري، ځکه پاکستان ته د افغانستان په پښو دریدل د خپل ځان زوال ښکاري.

طالب په خپلو بریدونو کې جومات ړنګوي، قرانکریم شهیدوي او بیا خلکو ته وایي چې دوی د مقدسې ! موخې لپاره جګړه کوي، وروستی پېښه یې د پکتیا امنیه قومندانۍ کې جومات دی چې د طالبانو په برید کې شهید شوی دي.

طالب په هر برید کې دولتي تاسیسات ړنګوي او په ډير ویاړسره یې پړه پرغاړه اخلي، که طالب افغان وی، نو تاسیسات د چا دي چې طالب یې ړنګوي او سوځوي، خو ښکاره خبره ده چې د خپل بادار په دستور یې کوي او خپل واک نه لري چې په تړاو یې فکر وکړي.

طالب که افغان وای، عامه لارې،سړکونه او پلونه به یې نه روانول، عامه لارې، پلونه او سړکونه د ټولو افغانانو دي، خو طالب یې د جهاد په نوم ورانوي، دا کار ولې کوي، خو د څو پيسو لپاره او د دې لپاره چې پاکستان ترې راضي او د خدای د رضا کیسه کې نه دي.

که طالب افغان وای، پوهنې مخه به یې نه نیولی، طالب د نورو په دستور ښوونځي تړي او خلکو ته د عصري زده کړو په تړاو منفي ذهنیت ورکوي، طالب پوهیږي، که راتلونکو نسلونو عصري زده کړې وکړې، نو د دوی پرخلاف به وي او هڅکله به د جګړې لپار بشري قوه پیدا نه کړي.

که طالب افغان وای، په لیرې پرتو سیمو کې به یې روغتونونه نه بندول، روغتونونه د عوامو لپاره د دولت خدمات دي چې طالب ترې هم ګټه اخلي، خو بیا هم دا کار د دې لپاره کوي چې افغانستان په کنډوله بدل شي.

که طالب افغان وای، د پولیو د واکسینو مخه به یې نه نیوله، همدا واکسین د نړۍ ټولو اسلامي هېوادونو کې کیږي، همدا واکسین پاکستان کې هم کیږي، هلته هیڅ خبره نشته، خو دا چې پاکستان غواړي افغان ماشومان له ګواښ سره مخ کړي، نو واکسینو امر خپلو مزدورانو (طالبانو) ته ورکوي.

که طالب افغان وای، عامه شتمنۍ به یې نه لوټلی، په ټولو سیمو کې ناقانونه کانونه کیندي او بیا یې پاکستان ته قاچاق کوي.

دولتي ځمکې عوام ته په اجاره ورکوي او پیسې یې شخصي جیبونو کې اچوي، هغه دولتي ځمکې چې میوه لرونکې او غیرې میوه لرونکي ونې پکې ولاړې دي په خلکو یې خرڅوي او له منځ یې وړي.

او بلاخره که طالب افغان وای، نو د جګړې پرځای به یې د سولې لپاره کار کړی وای، ځکه د جګړې وروستی حل سوله ده، خو دا چې پاکستان طالبانو ته د دې کار اجازه نه ورکوي، طالب هر هغه مشر مردود بولي چې سولې ته لیوالتیا وښيي او یا هغه مشران وژني چې وغواړي، له افغان دولت سره سوله وکړي.

سید عبدالله پاچا

 

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply