طالبان څنګه سوله غواړي؟

comments 0

0 Views

دویمه او وروستۍ برخه / سید عبدالله پاچا

اوس نو په دومره تفاوت د دوه مهمو متخاصمو جهتونو ترمنځ مذاکرات او سوله عادي خبره نه ده، بحث غواړي او ښه ډېر بحث غواړي.
مثلا،
اول، ادعا کېږي چې طالبان اویا زره جنګیالي لري، له دغه جنګیالیو سره به څه کېږي؟ دوی خو لکه د کرزي د وخت په څير چې کوم طالب به تسلیم شو بیا به یې ورته ویل، اوس غوا وساته، یا دهقاني وکړه، یا هم کوم کسب زده کړه. یو مغروره طالب چې ټول عمر یې جنګ کې تېر کړی وي له هغه داسې تمه کول چې چرګه او چورګوړي وساتي او ځانته نفقه پیدا کړي د هغه توهین دی او هغه به هیڅکله دا کار ونه کړي.
په امنیتی ادارو کې یې که جذبوي هغه ته عسکري نظم او دسپلین هم توهین ښکاري او ځان ورسره نشي عیارولی، نو دوی سره به څه کوي. که دا پوښتنه دې راپورته کړه وايي ته د سولې ضد یې؟
دویم، طالبان تر دې هاخوا د دوه سوه درې سوه شاخوا کې سیاسي مشران لري چې په کویټه، پيښور او میرانشا په شوراګانو کې تنظیم شوي څه یې قطر دفتر کې دي، دوی هر یو یې زموږ له ورځني ژوند او حتا خوراک څښاک او جامو سره هم مخالف دي، دوی به څنګه او په کوم میکانیزم مدغم کېږي او کوم منصبونه به ورکول کېږي ایا موږ ددې ظرفیت لرو چې دوی تنظیم کړو او دلته دولتي دندې واخلي او بیا د قانون سره سم چلند وکړي؟ دا پوښتنه که دې وکړه وايي ته د سولې مخالف یې؟
درېیم، طالبانو خو امریکایانو سره توافق وکړ چې په یو یا یو نیم کال کې به خپل پوځیان باسي، ایا طالبان حاضر دي چې په همدغه موده کې د کویټې شورا، پیښور شورا او میرانشاه شورا کابل ته را انتقال او هلته د انتحاریانو روزنځایونه بند کړي؟ په دې به څوک نظارت کوي او ضمانت به څوک او کوم نړیوال سازمان او هېواد کوي چې دوی به دا مرکزونه بندوي چې بیا نور تروریستان تولید نه کړي؟ که دا پوښتنه وشوه وايي ته د سولې مخالف یې.
څلورم، بندیان به په کوم میکانیزم را خوشي کېږي، دا یوه اوږده حقوقي پروسه ده، یو دم خو د زندانونو دروازې نشي خلاصېدای، تفکیک کېږي به چې څوک خوشي او څوک خوشي نشي، هسې نه چېرته مشهور جنايي مجرمین په کې خوشي نشي، د خوشي شویو ضمانت څوک کوي چې بیا به ټوپک نه اخلي. مثلا طالبان ممکن ادعا وکړي چې د ۲۰۰۱کال راهیسې شل زره کسان یې زندانونو کې دي، د دې لپاره هغوی دقیق ارقام هم وړاندې کولای شي چې فلانی په فلاني ځای کې ونیول شو او دلته په زندانونو کې شل زره پوره نشي او لس زره کسان وي، نو بیا به څه کېږي بیا به دا د لس زره نورو ځواب څوک وايي چې چېرته دي؟
که پلټنه وشي ممکن د پخواني حکومت سیاستوال او چارواکي هم په کې راښکیل شي چې نن له غني سره مخالفت په خاطر حاضر دي هر شی په پټو سترګو ومني، دوی نه هم پوښتنه کېدای شي چې په خپلو دورو کې یې دا خلک یې څه کړل؟ که دا پوښتنه دې راپورته کړه بیا درته ویل کېږي ته د سولې مخالف یې.
پنځم، د افغانستان اوسنی حکومت او نظام خو د بهرنیانو په مرسته چلېږي، په میلیارډونه ډالر د دوه جانبه قراردادونو په اساس راغلل څه په ځای ولګېدل او څه هم چور شول، د دې ټولو حساب معلوم دی چې چا څومره مرسته وکړه څومره په ځای ولګېدې او څومره تالا ترغه شوې او دا هم څرګنده ده چې دا مرستې د کوم قرارداد په اساس وشوې دا هر څه معلوم دي.
د افغانستان د اوسني حکومت او نظام ملاتړي هم معلوم دي چې زیاته مرسته غربي هېوادونو جاپان او نورو کړې ده، طالبان چې دا تلس کاله په جنګ کې روان و، دوی هم ملت سره داسې اسناد شریکولی شي چې دوی ته کوم هېواد وسله ورکوله، کوم هېواد او سازمان د دوی د ټپیانو درملنه کوله او چا ورته بهرني سفرونه چمتو کول او دا هر څه یې د کوم پروټوکول په اساس کول؟ دا هم سخته پوښتنه ده که دې وکړه درته وايي د سولې مخالف یې.
شپږم، د جنګ د قربانیانو سره به څه کېږي، هغه کسان چې د طالبانو په انتحار او انفجار کې وژل شوي یا په بمبار کې یا هم د حکومت پلوه ملیشو له خوا وژل شوي، د دوی په زخمونو د ملهم کېښودو کوم میکانیزم شته ایا د دوی قاتلانو سره به حساب کتاب کېږي او کنه؟ انتقالي عدالت موضوع څنګه کېږي په کومه طریقه به پلی کېږي. د طالبانو یتیمان او کونډو سره څه کېږي ایا هغوی سره د مرستې کوم لاره چاره یې سنجولې د هغوی د بچیانو د تعلیم به څه کېږي ایا دوی حاضر دي لږ تر لږه د دوی له کورنیو بښنه وغواړي؟
د تلپاتې سولې لپاره نه یوازې دا پوښتنې مهمې دي بلکې دا د هر افغان دنده ده چې دې ته چمتوالی ولري چې دا سوله تلپاتي شي خو د دې خبرو معنا دا نه ده چې موږ د سولې له پروسې چې په ډېر زحمت پيل شوې ور څخه شاته شو، موږ باید د سولې دا طلايي چانس له لاسه ور نه کړو او نه هم موږ عام افغانان په یو بل د سولې د دښمن ټاپي ووهو، دا ټاپې وهل باید سیاستوالو ته پرېږدو.
دغه راز لسګونه پوښتنې دي چې باید ځواب شي او که ځواب نشي او شین زور روان وي چې سوله کوو خو حساب او کتاب معلوم نه وي، دا کوم ډول سوله ده؟ دا خو بیا ښکاره د نظام ړنګول او یو بل جنګ ته د هېواد ټيل وهل دي. باید حوصله ولرو او په تدبیر مسایلو سره چلند وکړو. د سولې د مخالفت او په اړه یې د پوښتنو تفکیک باید وشي.

Share this page to Telegram

Comments