طالبان څنګه سوله غواړي؟ لومړۍ برخه//سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

اوس چې تر بل هر وخت د سولې خبرې ګرمې روانې دي او تمه زیاته شته چې دا خبرې به پایله ورکړي، ورسره یو ځای خلکو سره پوښتنې پيدا شوي چې سوله به څنګه او په کوم قیمت راځي، څومره وخت کې به راځي او طالبان او د طالبانو تمویل کوونکي هېوادونه به کوم امتیاز پکې اخلي.

تر ټولو سخته او زیاته پوښتنه دا ده چې ایا له طالبانو سره سوله به د جګړې پای وي او که به جګړه دوام وکړي، که جګړه دوام پیدا کوي بیا ولې طالبانو ته د سولې امتیاز ورکول شي.

موږ افعانانو له تاریخي پلوه په بد حالت کې تل له مسائلو سره سطحي برخورد کړی دی، په افغانستان کې د نظام د انقطاع لوی دلیل همدا سطحي برخورد ګڼل کېدای شي.

دا سطحي برخورد د بد نیت له امله نه دی شوی، د افغاني ټولنې هغه که د هر قوم او ټبر وي د ټولو ټولنیزه سایکالوجي داسې ده چې غواړي مسائل په عاطفي او احساساتي شکل حل کړي، محاسبه، سنجش او بیا یې په رڼا کې سیاسي او عقلاني تصمیم نیول د وخت مهمه اړتیا ده.

د دې خبرو مطلب دا نه دی چې خدای مه کړه زه د سولې په اړه د وطنوالو په نیت او اراده شک لرم هدف دا دی چې سوله یوه مقدسه کلمه ده طبعا زموږ چلند ورسره تر ډېره عاطفي دی، خو دا زموږ د هېواد راتلونکی برخلیک هم ټاکي نو د دې لپاره چې بیا له کومې انقطاع او خلا سره مخ نشو په کار ده چې د سولې په مساله کې سطحي چلند ونه کړو په محاسبه او تدبیر مخې ته لاړ شو او سختې پوښتنې وکړو او ځوابونه یې ولرو.

له بده مرغه دا مهال یو عجیبه حالت راغلی دی، که هر څوک د سولې په نامه د روان بهیر په اړه داسې تخنیکي پوښتنه راپورته کړي چې د هغې ځواب زموږ د ټول هېواد له راتلونکي پورې اړه ولري، په ډېر بد او احساساتي شکل ورته ویل کېږي چې: ته د سولې مخالف یې؟
سوله او سولې پورې اړوند مسائلو څخه په پټه خوله نشو تېریدای چې همداسې هر څه نورو ته پرېږدو او موږ یې په اړه حتا معلومات ونشو غوښتی، ځکه دا د هر افغان حق دی چې په جزئیاتو یې په هر اړخ نظر ورکړي، دا د دوه مهمو او متخاصمو جهتونو ترمنځ چې له نظریاتي پلوه د ځمکې او اسمان هومره فاصله سره لري یو تفاهم ته رسېدل دي.
هر جهت له نظریاتي پلوه ژور اختلاف سره لري، دا اختلاف تر دې کچې دی چې یو جهت سپوږمۍ ته د انسان ختل مني او بل یې ښايي په اسانۍ ونه مني، یو جهت ځمکه همواره او بل یې کروي ګڼي، د انسان د ذات، نړۍ او کایناتو په اړه هر جهت خپل برداشت، معرفت لري او د همدغه معرفت په اساس هر جهت ځانته ارزښتونه، نورمونه او تګلارې تعریف کړې ده او هغه یې د ژوند مهم عنصر دی او حاضر نه دی چې په دغه بهیر کې يې له لاسه ورکړي.

یو په جمهوریت باور لري، بل په امارت، یو د هېواد د مشرتابه لپاره د «اهل حل و عقد» په څیر شورا پیشنهادوي، بله خوا لکه په اکثره اسلامي هېوادونو کې چې حاکم دی د نوې نړۍ سره سم جمهوریت.

دوی هغه چاته د ذعامت د ټاکلو حق ورکوي چې عالم وي او عالم هم هغه چاته وايي چې یوازې دیني پوهه ولري، بل لوری په سیاسي لحاظ د انسانانو په برابرۍ او مساوات باور لري او هر بالغ او عاقل انسان هغه که ښځه وي او که نر ته دا حق ورکوي چې د زعامت په ټاکلو کې مستقیم نقش او رایه ولري.
دا د دواړو ترمنځ نظریاتي اختلاف دی، د دې ترڅنګ د دواړه غاړو یو توافق ته رسېدل تر دې نور ژور مسائل لري چې باید پرې بحث وشي. که دې دا بحث راپورته کړ په احساساتي شکل سم د لاسه درته د سولې مخالف ویل کېږي.
دلته د جمهوریت او د اوسني نظام پلویان وايي موږ با عزته سوله غواړو، بلې غاړې ته طالبان هم د باعزته سولې خبره کوي، خو د با عزته سولې نه هر یو خپل خپل تعریف لري.
د جمهوریت پلویان با عزته سوله هغې ته وايي چې زموږ اوسنۍ دولتي اډانه، ازادي او ولسواکۍ وساتل شي او محدوده نشي، اتلس کلنې لاسته راوړنې همدغه درېوو کې خلاصه کېدای شي، دولتي اډانه کې ملي اردو، پولیس، ملي امنیت او رامنځته شوي ملي ډموکراټیک بنسټونه شامل دي چې باید وساتل شي.

د ښځو تعلیم او کار محدود نشي، د بیان ازادي وساتل شي، د قومي او مذهبي اقلیتونو حقوق خوندي او د برابر انسان په سترګه ورته وکتل شي. ملي بیرغ او ملي څلي باید وساتل شي، بله خوا طالبان لکه شیرمحمد عباس ستانکزي چې ویل، باید اوسنۍ اردو منحل شي ځکه دا اجیره اردو ګڼي، نورو ادارو او پوهنتونونو او نصاب کې هم د دوی په خوښه تغییرات راشي او بلکې بیخي په فاتحانه انداز لکه اویایمو کلونو کې چې مجاهدین راننوتل هغسې راننوځي او بیا د خپل تفسیر مطابق شرعي نظام نافذ کړي او د اوسني نظام خلکو ته جزاګانې ورکړي یا یې له سیاسي او مدني حقونو محروم کړي. دا ډول سوله بیا طالبانو ته با عزته ښکاري.

دوام لري………..

Share this page to Telegram

Comments