طالبان په کونډو او بې سرپرستو ښځو جنسي تیرې کوي!

comments 0

0 Views

هندوکش – د میدان وردګو له هغه خبر وروسته چې د طالبانو مالي مسوول پر یوې ښځې جنسي تیرې وکړ او ښځې لخوا ووژل شو په دیخوا د هندوکش خبري شبکې خبریالانو دغو قضیو څیړنو په موخه پلتنې وکړې چې وتوانیدل ارزښتناکو معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي.
که څه هم تردې وړاندې د طالب وسله والې ډلې پر کورنیو د جنسي تیري داسې شواهد تر لاسه شوي خو وروستیو کې په میدان وردګو کې د رارسیدلي معلوماتو پر بنسټ طالبان پر هغو ښځو چې میړونه یې د طالبانو په لیکو کې او یا له کوره لرې مسافر دي جنسي تیری کوي اوله هغو سره ناوړه چلند کوي.
د مثال په توګه زمونږ خبریالانو ځینې داسې خلکو سره لیدنې او کتنې کړې چې طالبانو یې پر وړاندې ناوړه چلند کړې.
لومړې پیښه:!
د میدان وردګو سید آباد ولسوالۍ: کومه پیښه چې د سنبلې په اتمه دغه ولسوالۍ کې ترسره شوه د کلي او ولسوالۍ ټول خلک ترې خبر دي خو خلک د طالبانو خبرداري له امله د سیمې د اوسیدونکي له حال ویلو ډډه کوي او نه غواړي رسنیو سره هغه څه چې دوې لیدلي شریک کړي.
د هغه پیښې یو عیني شاهد چې اوسمهال کابل کې ژوند کوي او له نوم اخیستو یې ډډه وکړه وايي:
د طالبان مالي مسوول ملا امیر چې یو عیاش او شهوتي سړي وو د میدان وردګو په سید آبا ولسوالۍ کې د یوه سړي چې اوسمهال له هیواد بهر مسافر دی پر دوو ښځو د جنسي تیري هڅه کړې چې پایله کې د سړې مشرې ښځې د طالبانو مالي مسوول په چاقو وژلې او سهار وخته یې پر خلکو غږ کړې چې دغه سړي غوښټل پر مونږ جنسي تیری وکړي چې له مخې مونږ هم وواژه.
عیني شاهد زیاتوي : کله چې طالبان له دې خبرې خبر شول نو دواړه ښځې یې زرینک سیمې ته بیولې او له وهلو وروسته یې ورباندې ومنل چې رسنیو مخته ظاهر شي او ووایي چې د طالبانو مالي مسوول دوې نه ددوې د خاوند ورور وژلې دې.
د عیني شاهد په وینا: کله چې طالبانو خلک او رسنۍ غونډ کړل ترڅو ښځې ومني چې د طالبانو د مالي مسوول وژنه ددوې د خاوند د ورور کار دی نو دواړو ښځو د خلکو او رسنیو پر وړاندې په لوړ آواز وویل چې د طالبان مالي مسوول یا ملا امیر محمد غوښټل پر مونږ جنسي تیرې وکړي نو له همدې امله مو وواژه.
عیني شاهد وایې : سمدستي طالبانو دغه دوه ښځې ونیولې او له نیول کیدو وروسته یې تر شکنجې لاندې ونیولې او له څو ورځو وروسته سپین ږیرو لخوا د طالبانو له قیده خلاص شول خو دې ښځو وروڼه د طالبانو لخوا بندیان شول.
دوهمه پیښه:!
سید آباد – میدان وردک: داکتر میرویس د طالبانو د استخبارات مسوول چې تردې وړاندې هم د طالب وسله والې ډلې پر ښځو د جنسي تیریو په تړاو تورن شوې وو د سید آباد یو عام وګړې او د نوموړي د کړنې یو عیني شاهد وایي!
سرچینه: میرویس چې یوه ډله وسله وال کسان یې درلودل او اختطاف، غلا، قتل او د هغو طالبانو ښځو سره یې چې خاوندان یې افغان حکومت پر وړاندې پر جګړې بوخت وو نامشروع اړیکي تینګولې او پر هغوي یې جنسي تیري کاوه.
د سرچینې په وینا: داکتر میرویس یوې ښځې ته چې خاوند یې پلازمینه کابل کې زنداني وه شپې او ورځې تیرولې د نامشروع اړیکې وړانډیز وکړه او وې ویل که چیرې زما وړاندېز قبول نکړې نو عام محضر کې تا بې عزته کوم او، بې وسه ښځه چې خاوند یې زنداني وو او د فامیل عزت ورته د قدر وړ وو نو ناچاره ځان یې داکتر میرویس ته وسپاره.
نوموړۍ چې خپلو خبرو تر تاثیرلاندې وو زیاته یې کړه: ښځې کله چې خاوند یې له زندانه خوشې شو ټوله قصه یې یو په یو ورته وکړه، خاوند یې د قصي له اوریدو وروسته پړیکړه وکړه چې داکتر میرويس ته د هغه ددې کړنې سزا ورکړي نو همدا وو چې داکتر میرویس بیا غوښټل جنسي تیري لپاره د ښځې کورته لاړ شي چې کور دننه د ښځي د خاوند لخوا ووژل شو.
د عیني شاهد په وینا: ترټولو زړه دردوونکي خبره خو داده کله چې ډاکتر میرویس ووژل شو نو طالبان د ښځې پر خاوند تور پورې کړ چې کابل کې تر محصل پوښښ لاندې افغان حکومت ته یې جاسوسي کوله نو له همدې امله یې دار ته زوړند کړ.
دریمه پیښه:
د هلمند ناوې ولسوالۍ: دریمه پیښه تر دې دمه رسنیز شوې نه ده او عیني شاهد چې پیښې په اړه معلومات ورکوي د یوه طالب مور او د زرین ګل خواښې بي بي رقیه ده.
بي بي رقیۍ خپلۍ خبرې دغې کلمې سره پیل کړې: زه بې سرپرسته هغه کونډه یم چې یو زوې مې د روسانو پر وخت شهید او بل یې طالبانو لخوا اړ شو چې افغان حکومت پر وړاندې وجنګیږي.
نوموړې وایي چې له ډیرې موده راپدیخواه مې له خپل زوې احوال نه درلوده چې څه کوي او چیرې دې چې ترډیره وروسته اوس لاسته مې معلومات راغلل چې زنداني دې.
هغه زیاتوي چې زما د زوې له زنداني کیدو وروسته کله کله به قوماندان ګل آغا زمونږ کور ته راته.
نوموړې وویل: زما د زوې ښځه چې څلور کاله وړاندې یې واده کړې وو په دې وروستیو کې راته خفه ښکاریده او له ځانه می پوښتل چې زرین ګل کومې ستونزې سره مخ ده او تل به مې پوښتل چې لوړکې کومه ستونزه لرې خو ځواب به نه وه.
بي بي رقیه وایي: یوه شپه چې بیده ووم نو زرین ګل خواته مې راغله او غیږ کې مې وژړل او راته یې وویل چې د قوماندان ګل آغا ساتونکي له دریو میاشتو را پدیخواه پر ما جنسي تیرې کوي او راته وایي که چاته دې وویل نو وژنم دې.
بي بي رقیه د زرین ګل له قوله وایي: د ملا ګل آغا ساتونکي اونۍ کې درۍ ځله پر ما جنسي تیره کوي.
بی بی رقیه چې ستونۍ یې له ژړا ډک او رواني حالت یې ښه نه ښکاري وايې چې وروسته له څو ورځو زرین ګل د موږګ له دوا ګته واخیسته او مړه شوه
میرمن رقیه وایي چې اوس چې زما زوې بندي او ښځه یې هم مړه شوې پدې پوه شوم چې د ملا ګل آغا ساتونکو زما زوې په دې تور چې طالب دې امریکایانو ته تسلیم کړې دې.
څلورمه پیښه:
د اسفنده کلې – د غزني پلازمینه: که څه هم د هیواد په لر او بر کې حقیقت بیا ویل د تکان وړ بلل کیږي خو انساني رسالت او مسلک اړ کړي یو چې حقیت نړیوالو ته ورسوو.
اوښکو نه ډکې سترګې میرمن وایي: زما خاوند چې ۳۵ کاله عمر یې درلوده پلازمینه غزني کې کار کاو او په یوه ځان وژونکي برید کې په شهادت ورسیده چې له امله یې زه او زما د څلورو ماشومانو مسوولیت زما په غاړه شول.
نوموړې وایي چې زما د خاوند له شهیدیدو وروسته ما د خلکو کورونو کې کار کاوه او د خلکو جامې مې وینځلې او کورونه به مې جارو کول.
د نوموړي پر څیرې چې درد او غم لیدل کیده زیاته یې کړه: یوه ورځ چې د خلکو جامو وینځو په موخه روانه ووم یو طالب وسله وال ولیدلم او شاته راروان شو او بیرته راتلو پر مهال مې بیا ولیده چې له لرې ما تعقیبوي ما خپل زړه کې وویل چې دا خو طالب دې او بیا د مسلماني دعوا کوي نو لارې ته مې ادامه ورکړه.
نوموړې زیاته کړه: یوه شپه چې اتکل کیږي ۱۱ بجې به وې هغه طالب له څلورو نورو سره یوځاې راغې او پر ما یې کور دننه جنسي تیري وکړه.
په داسې حال کې چې د نوموړې څرګندونې د هر مسلمان او انسان زړه دردوي زیاته یې کړه: زه بې هوښه شوم او کله چې په هوښ راغلم نو ګاوندیو زه شفاخانې ته بیولې وم، زما غوښتنه له دولته داده چې طالبان له منځه یوسي دا ځکه چې هغوې نه دې چا خور او نه هم مور ته درناوی لري یواځې په ښځو او نجلیو تیرې کوي او بس.
نوموړې زیاته کړه چې ما تر اوسه له خدایه سل ځلې مرګ غوښټې دا ځکه چې طالبانو زه نوم بدې کړې یم.
مونږ هڅه کوو چې د طالب وسله والو تر کنترول لاندې سیمو کې هم له خلکو سره مصاحبې وکړو ترڅو وکولاې شو خلکو ته خپل رسالت ثابت کړو خو ډیرې خلک د طالبانو له ویرې نه غواړي هغه څه چې د طالبانو له وحشت او دهشته لري مونږ سره شریک کړي.
د هندوکش خبري څانګۍ تولګه

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *