طالبان په ملکي کسانو باندې درحم پرځاي ظلم کوي

comments 0

12 Views

هندوکش – کندز: دکندز ولایت اوسیدونکي وايي: طالبان دورستیو بریدونو سره وښوده، چې هیڅ راز انساني او اسلامې ارزښت ته درناوي نه لري، دوی په خپلو بریدونو کې دهېواد په مختلفو ولایتونو کې دښووڼځیو ماشومانو په ګډون میرمنې ،سپین ږیري ملکي کسان شهیدان کړل.
دکندز اوسیدونکي وايي: چې طالبان دجګړې دجګړې په دوام کې خپلو موخو ته نه شي رسیداي، طالبان دې دجګړې پرځاي دسولې لاره انتخاب کړي.
دکندز امنیه قوماندان منظور خان ستانکزي وايي، چې وسلوال طالبان په مختلفو بهانو سره عام ولس شکنجه کوي، همداراز نوموړي زیاتوي چې طالبان اسلام دخپلو ګټو په خاطر دسپر په توګه کاروي او له همدې لارې خپلې جګړې ته دوام ورکوي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments