طالبان په ملکي ځایونو کې بریدونه باندې سټیج لوړوي / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

وروسته له هغې چې افغان ځواکونو د طالبانو د لویو بریدونو مخه ونیوله او په لیرې پرتو سیمو کې یې سخت وځپل، طالبانو اوس ملکي سیمو کې چاودنو ته مخه کړې.
تاسو ولیدل چې د کابل په داسې سیمه کې یې برید وکړ چې هلته ملکي وګړو کورونه و او هیڅ نظامي ځای نه و.
طالبانو ادعا وکړه چې د دفاع وزارت لوژستیک او انجنیرۍ برخه باندې یې برید کړی ، خو له دې سیمې د دفاع وزارت ادارې څلور میاشتې وړاندې انتقال شوي وې.
طالبانو په دې برید سره یو ځل بیا وښوده چې طالبان یواځې د تلفاتو لوړ شمېر باندې تمرکز لري او هڅه کوي داسې بریدونه وکړي چې مرګ ژوبله زیاته ولري، دا چې څوک وژل کیږی او څوک ټپيان کيږي د طالبانو لپاره مهمه نه ده.
د طالبانو لپاره دا مهمه ده چې رسنۍ پرې وغږیږی او د برید دروندوالی وښيي چې طالبان د لویو بریدونو توان لري، طالبان په دې کې بریالي ښکاري چې ملکي سیمو کې لوی بریدونه کړي او زیاته مرګ ژوبله واړوي.
طالبانو به لیدلي و چې ماشومان په ښوونځیو کې په وینو سره و، قلم او کتابچه په لاس افغان ځواکونو په ټپي حالت کې روغتونونو ته انتقال کړل او له نیکه مرغه چې زیات یې وژغورل شول.
طالبانو له دې لوی برید وروسته یوې ودانۍ کې ځای نیولی و او بیا یې هم د ملکي وګړو په کورونو بریدونه کول او د دې وسله وال برید ټول قربانیان یواځې ملکي وګړي و.
تاسو به هیڅ تصویر او یا رسنۍ کې نه وي لیدلي چې د دې برید قربانی دي یو نظامي کس وي، خو ومو لیدل چې هر روغتون کې ماشومان او ملکي وګړي پراته و چې ټپيان شوي و.
طالبانو څخه ګیله نه کیږي، ځکه دا ډله د همدې وحشت لپاره راپورته شوې او څومره یې چې له توان پوره وي، وحشت به کوي.
طالبان ویره خپروي او په دې برید سره یې ویره خپره کړه چې ښوونځیو کې ماشومان رواني وضعیت باندې ووهي او تر څنګ هره ورځ میندې د خپلو اولادونو د راتګ لپاره شیبې وشماري.
طالب په خپلو اولادونو رحم نه کوي، نو بیا څنګه کیدلی شي چې پر نورو رحم وکړي، طالبان چې مخامخ جګړه او سیمو کې ځپل شوي اوس هڅه کوي، لویو ښارونو کې لوی بریدونه وکړي او په دې سره خپل زور وښيي.
طالبان په نظامي سیمو کې بریدونو باندې نه بریالي کیږي، ځکه هلته تدابیر نیول شوي، نو ځکه اوس ملکي سیمو ته مخه کوي او داسې ځای برید کوي چې هیڅوک یې په اړه فکر نه کوي چې دا سیمه به تر برید لاندې راشي.
طالبان په دې ډول وحشت سره غواړي، د سولې د خبرو په میز خپل سټيج لوړ کړي، په داسې حال کې چې دا نه د جګړې قانون کې شته، نه په انسانیت او نه به اسلامیت کې شته چې د ملکي وګړو منځ کې د خپلو او نورو د ګټو لپاره لوی بریدونه وکړه.
یوه ورځ به وي چې طالب له دې وحشت به خلاصیږو، په خپلو ځواکونو باور لرئ د دې ډلې د ژوند وروستۍ سلګۍ دي.

Share this page to Telegram

Comments