طالبان په فاریاب کې دخلکو له کورونو څخه جګړه کوي

comments 0

3 Views

هندوکش – فاریاب: دفاریاب ولایت مدني فعالان ، اوسیدونکي،قومي مشران وايي ، چې طالبان دخلکو له کورونو څخه دسنګر په توګه ګټه اخلي،ځايي اوسیدونکي وايي که طالبان دملکي کورونو څخه ګټه وانه خلي، هیڅ وخت به ملکي کسانو ته مرګ ژوبله وانه وړي.
بل خوا دفاریاب ولایت امنيتي چارواکي وايي،چې طالبانو په جګړه کې ماتې خوړلې، نو له همدې امله په جګړه کې دخلکو له کورونو او دملکي کسانو څخه دسپر په توګه ګټه اخلي.
چارواکي زیاتوي، چې وسلوالو طالبانو په وړاندې پراخ عملیات روان دي، او هیڅکله به اجازه ورنه کړي،چې دخلکو ژوند وګواښي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments