طالبان په فاریاب ولایت کې دمیاشتې ۲ میلونه افغانۍ دعشر او زکا ت په نوم ټولوي

comments 0

17 Views

هندوکش – فاریاب: دفاریا ب ولایت سیمه ایز چارواکي وايي،چې طالبان منجیګ ولسوالۍ له ۲۵ کلیو څخه په زوره دمیاشتې اتیا زره افغاني دعشر او زکات په نوم ټولوي، چارواکي وايي، چې طالبان دټوپک په زور سره دکلیو له خلکو پیسې اخلي.
سیمه ایز چارواکي وايي، چې دطالبانو دظلمونو باج اخیستو له امله سلګونو کورنیو خپلې سیمې پریښې دي.
بلخوا دفاریاب ولایت منجیګ ولسوالۍ اوسیدونکي وآيي، چې طالبانو په دې ورستیو کې دهېواد په مختلفو ولایتونو او ولسوالیو کې دملکي کسانو په وژنو او ځورونې لاس پورې کړي دي.
دوي وايي،طالبان دې دملکي ځایونو له ویجاړونې او دملکي کسانو دوژنې څخه لاس واخلي او دسولې لار دې غوره کړي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments