طالبان په عامه تاسیساتو بریدونه کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا مچلغو بند سیمه کې د نښتې له کبله د عامه ساتنې سرتیرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي چې وسله والو د احمد ابا ولسوالۍ مچلغو بند سیمه کې د محافظت عامه پر پوسته برید وکړ چې له کبله یې یو سرتیری شهید شوی او دوه ټپیان دي
تبسم زیاتوي چې د سرتیرو په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال وژل شوي او دری نور ټپیان دي.
د مچلغو بند پر امنیتي پوستو وخت ناوخت د وسله والو له لوري بریدونه ددې لامل شوي چې دغه ملي پروژه له ننګونو سره مخ شي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments