طالبان په ظالمانه ډول د افغانستان ځنګلونه لوټي

comments 0

0 Views

هندوکش: په ختيځ او د پکتيا په ځينو سیمو کې مخ پټو طالبانو د ځنګلونو چورتالان پيل کړی دی.

په کونړ کې قومي مخور چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي هندوکش ته وويل چې دا طالبان په اردو ژبه خبرې کوي او تر ډيره پټ مخ د شپې په ناوختۍ کې ځنګلونه قعطه کوي او بیا يي لرګي پاکستان ته قاچاق کوي.

نوموړي وويل:« ددې وحشت پیل په هغو سیمو کې شوی دی چیرته چې پاکستان راکټي بريدونه کوي، ځکه له هغو سیمو تر ډيره خلک کډه شوي دي او اوس مخ پټي طالبان د سیمه ایزو طالبانو په مرسته ځنګلونه پرې کوي او بیا يي پاکستان ته قاچاق کوي.»

په وانټ وايګل کې يو قومي مشرهندوکش ته بیاپه دې اړه داسې وويل:« په نورستان کې ولسي اتفاق شته دی دلته مو په يوه سيمه کې د مخنيوي هڅه کړه خو په سبا يي طالبانو ددې لپاره چې پر ځان ثبوت پرې نه ږدي وویل چې دوی غواړي پر دې لرګيو په کلي کې وران شوی پل ورغوي.»

نوموړی وايي:« پل ورغول شو خو راوړل شوې برقي ارې او ځينې نور وسايل رښتيا هم ډارونکي وو او د پله تر جوړيدو وروسته اوس هره ورځ ډله ډله طالبان په دې پلمه چې په دې لرګیو په ځينو سیمو کې پلونه جوړوي ځنګلونه قطعه کوي.»

د پکتيا په سپين غره کې ځايي خلک هم وايي چې دوی په موټرو بار لارۍ لیدلي دي چې د طالبانو د وسله والو له لوري سرحدي سيمو ته وړل کيدې.

د طالبانو په تړاو ددې وحشت کيسه په داسې حال کې رسنيزه شوې چې څو ورځې مخکې په هلمند کې د طالبانو د فرهنګي کمیسيون د رئیس امیرخان متقي له لوري د کانونو او خصوصا رخام ډبرو د قاچاق خبرونه هم رسنيز شوي وو.

د هلمند خلک وايي چې متقي د خپلو وروڼو سردار او حاجي ولي پر مټ دلته رخام او نورې قيمتي ډبرې لوټي او بیا يي د بهرامچې له لارې کوټې ته رسوي او له کوټې څخه يي د پاکستان د بلوچستان د پخواني وزیر اعلی جعفرخان مندوخيل په موټرو کې د کراچۍ کورنګي سيمې ته رسوي.

ویل کيږي د طبيعي زیرمو دا وحشت طالبان په ختيځ کې د پاکستان، په لويديځ او سويل کې د اوبو د مدیريت مخنیوی د ایران په خاطر او په شمال کې د ولسونو ځورول د روسانو په خاطر کوي.

بايد وویل چې ځنګلونه، معادن او ګاونډيانو ته وړيا ور روانې اوبو ددې ملت هغه پانګه ده چې باید دوی ترې ګټه پورته کړي خو طالبان برعکس غواړي په اوبو مو ایران او پاکستان سمسور وي او ملي شتمني مو تر لوټ تالان وروسته ولسي فقر او مظلومیت ته زمینه سازي وکړي.

شنونکي هم د ترهګرو ډلو ورته وحشتونه وروستي نه بولي بلکه وايي چې ترهګرې ډلې په ټوله نړۍ کې د ولسونو ملي پانګې لوټي چې طالبان هم له دې وحشت څخه مستثنا نه دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *