طالبان په خپل ماین وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: کندهار کې دوه ماين ښخونکي د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا درانی وایي، چې يادو وسله والو په پنجوايي ولسوالۍ کې د ماينونه ښخولولو مسئوليت په غاړه درلود.
د دراني په خبره، بلاخره یاد کسان تېره شپه د يادي ولسوالۍ د تلوکان په سېمه کې خپل ښخونکي ماین چاودنه کړې او دواړه پکي وژل شوي دی.
وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments