طالبان په خپل ماین وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا په اومنه ولسوالۍ کې دوه طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
دامنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وایي، طالبانو غوښتل د علیزو مدرسې ته نږدې لویه لار کې ماین ځای پرځای کړي چې خپل ماین پرې چاودنه کړې او دواړه له منځه تللي.
ارین وایي، پېښه نن شاوخوا لس بجې رامنځته شوې خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *