طالبان په جګړه ټینګار کوي

comments 0

5 Views

هندوکش – کابلة د سولې په تړاو د افغان حکومت وړاندیز او د علماوو له فتوا وروسته جګړه اوس هم د طالبانو لپاره لومړیتوب لري.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی له افغان حکومت سره خبرې نه کوي او په جګړه به تمرکز کوي.
وسلوال طالبان وایي، د سولې خبرو لپاره امریکایانو سره خبرو ته کېني، خو خپلو اهدافو ته لپاره د جګړې لار نه پریږدي.
تحلیل کوونکي وایي، ترڅو چې طالبان د ولس په منځ کې منزوي نه شي دغه ډله به سولې ته اړ نه شي.
د پوهنتون استاد خالد سادات وایي، طالبان د خپل واک نه دي او ترهغې چې په ولسونو کې ترې خلک نفرت و نه کړي جګړه به دوام کوي.
ولسمشر غني له ټولو ننګونو سره سره بیا هم په طالبانو د سولې غږ کړی او د جګړې په تړاو یې د دینې علماوو د فتوا هرکلی کړی.
شنونکي وایي، طالبان د پردیو ګټو لپاره جګړه کوي او هیڅکله داسې سوله نه غواړي چې د پاکستان او ایران ګټې پکې خوندي نه وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments