طالبان په جوزجان کې له خلکو په زور ذکات او عشر په نوم باج اخلي

comments 0

303 Views

هندوکش – جوزجان: دجوزجان ولایت درزاب ،قوش تپه،منجیک،قرقین،اقچه ولسوالیو اوسیدونکي وايی :چې طالبان په زور سره دخلکو کورنو ته داخلیږي او په زور سره له خلکو دعشر او زکات په نوم باج اخلي، دجوزجان والي وايي، چې په هغو سیمو کې چې طالبان نفوذ لري هرډول ظلم چې وغواړي هماغسې ظلم کوي.
دسیمې اوسیدونکي وآيي: په هغو سیمو کې چې طالبان حاکم دي، که کوم کس دوي ته دعشراو زکات په نوم څه ورنه کړل او مخالت یې وښود دبد چلند سربیره وهل کیږي.
بل خوا دجوزجان امنیه قوماندان وايي: په هغو سیمو کې طالبان په خلکو ظلمونه کوي او په سیمو کې واک چلوي په وړاندې به ځانګړي عملیات ترسره شي ، ترڅو سیمې د دوي له شتو ن څخه په بشپړ ډول پاکې او خلک له روان ظلم څخه خوندي شي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments