طالبان په افغانستان کې خلک د پاکستان ضد لاریونونو ته نه پريږدي« ويډيو»: جانان پښتونیار

comments 0

0 Views

د پکتیکا د برمل په لمنې بازار کې پرون د پنجاب پر ضد د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ غونډه جوړه شوې وه چې طالبانو نه غوښتل څو دا لاریون ترسره شي چې په اخو ډب کې څلور لاریون کونکي او دوه طالبان ټپيان شوي دي.

پر دې لاریون د طالبانو بريد په ښکاره ددې ثبوت دی چې دوی د پاکستان غلامان دي او نه غواړي چې د پنجاب ګټې په خطر کې ولويږي او په همدې پار يي د پکتيکا پر لاریون کونکو د بريد په لړ کې د سولې پرلتوالو ته هم څو ځلې خبرداري ورکړي دي.

د طالبانو دا وحشت دقيق په داسې يو حالت کې شوی دی چې د لاهور په ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران لومړی ونيول شول، بیا يي د رسنيز سبوتاژ او تحريم هڅې وشوې، بیا د غونډې پر ځای مردارې اوبو ور پريښودل شوې خو له دې سره سره د لاهور ناسته او د پاکستاني پوځ او استخباراتو پر ضد د پښتون قام غږ ډير لوړ او ګډونوال يي زرګونو تنو ته رسيدل او همدې پښتون پرلت په پاکستان کې نه يوازې پر پښتون قام د پنجاب له روان ظلمه پرده پورته کړه بلکه له طالبانو ډيرو نورو ترهګرو ډلو د آی اس آی او پاکستاني پوځ د ښکاره ملاتړ غږونه هم پورته شول.

دا چې پرلتوالو په لومړي ځل په پيښور کې  د آرمي پبلیک سکول کيسه رسنیزه کړه، د طالبانو د تسلیم شوي وياند احسان الله احسان ډراماتیکه تسليمي يي نفيي کړه پاکستان ته نور په نړۍ کې داسې مخ نه دی ور پاتې چې له دهشتګردي او افراطیته د ملاتړ څخه  د انکار په پار يي وکاروي.

طالبان چې په افغانستان کې د روسيي، ایران او پاکستان د ګټو حاميان او ملاتړي دي تل يي د افغان ولس پر ستوني پښه ور ايښي او خپل باداران يي خوشال کړي دي کينې په برمل کې د پاکستان پر ضد د پښتون قام د لاریون پر وړاندې دریدل به دوی د کوم د منطق پر بنسټ توجې کړای شي ځکه هلته ولسي وګړي وو، دولتي کسان پکې نه وو، دولت يي ملاتړ نه دی کړی خو د وروڼو قومونو په توګه په لر او بر افغانستان کې بل اور د پنجاب لپاره د عايداتو يوه پروژه ګرځيدلې، پنجابیانو د همدې طالب پر مټ پر پښتون ولس روان شواخون او وحشت په پوره درې ميلیارده ډالر پلورلی دی، داعش يي نوی رامنځ ته کړی او د طالبانو له يوې ډلې حقاني شبکه، کوټې شورا، داعش او ولس نورې ډلې جوړې شوي دي.

مهمه خبره داده چې نور کرار کرار طالبان خپل پټ کړی مخ را ښکاره کوي په لويديځ او سويل کې د اوبو مدیريت پر وړاندې خنډونه مستقيما د ایران په خاطر کوي او په زاهدان او اصفهان کې د فاطيمون په ډول طالبانو ته د جلب او جذب پرانيستل شوي ثبوتونه او د رسنیو خبرونه يي ښکاره ثبوت دی، په شمال کې د داعش ډيروالی يا کموالی ددې لپاره کوي چې روسان ورته پيسې او وسلې ډيرې ورکړي او په درزاب کې وژل شوی داعشی قاري حکمت هم پخوا طالب وو او نوی ټاکل شوي مولوي حبیب الرحمن هم د طالبانو لوړپوړی قومندان وو، همداسې هلته شته مبلغ او د داعش خاص روزونکی مفتي نعمت الله هم د طالبانو د پاکستان د تجربې پر بنسټ د ديني مدرسې په پلمه تنکي ځوانان د داعش په لیکو کې سوق کوي، په ننګرهار کې وژل شوی سعد امارتي د طالبانو په ننګه دومره قتلونه کړي دي چې د انسانيت په دې شته تاريخ کې يي ساری نشته همداسې په ختيځ او سويل ختيځ کې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څيرمه پر ولس له روان ظلمه يي موخه داده چې د پنجاب پر ضد را پيدا شوې کرکې کمې کړي، دا چې پنجابۍ الوتکې راځي، دا چې پر کونړ او ننګرهار د ړندو راکټونو باران شروع دی ددې کار تر شاه پاکستان دوه موخې لري يو دا چې صفري سیمې طالبانو ته حواله کړي، بل دا چې ځينې سيمې ونيسي چې ددې کار لپاره ښکاره ثبوت يي ګوشته،د ډنډپټان د انځرګي کنډو او په هلمند کې د بهرامچې وحشت وو چې د طالبانو په شتون کې دوی پر افغان خاوره خپل ناولي بیرغونه ورپول.

د شمشاد په نوم يوې خصوصي رسنۍ د ولسي لاریون او طالباني وحشت يوه ويډيو پيدا کړې چې ولس پکې په ښکاره وايي چې که طالبان له ولس سره دښمني لري غږ دې وکړي کينې د پښتون قام د ژغورنې په پار پيل شوي خوځښتونه د پاکستان پر ضد دي او دوی حق نلري چې پښتون قام د پنجاب په خاطر قرباني کړي.

د برمل د لمنې بازار اوسیدونکي دعوه کوي چې پر دوی لومړۍ ډزې شوي، وروسته سره لاس او ګریوان شوي دي.

طالبانو دا کار دقیقا په پاکستاني ډول سره کړی دی هغه داسې چې په برني افغانستان کې له کوزنیو پښتنو سره پراخ  زړه سوی، رسنيز پوښښ، د دوی په ننګه کيدونکې ليکنې نه يوازې پنجاب ته د منلو وړ نه دي بلکه پنجاب يي له هرې شونې لارې د پيکه کيدو هڅې کوي په همدې پار په روانه اونۍ کې په کابل کې شوی ځانمرګی بريد،په سرحدي سیمو کې د راکټي بريدونو ډيروالی او د ډنډپټان او ځاځي ميدان جګړه او بیا په کورمه ايجنسۍ کې د پيسو په بدل کې د څو تنو پلورل شویو تش په نوم پښتنو را پورته کول يي ښکاره ثبوتونه دي.

دا چې د پښتون ژغورنې خوځښت تبلیغاتي برخه د پاکستاني رسنیو له تحريم سره سره ډيره پراخه ده او ټولنیزو پاڼو ورته ښه زمينه سازې کړي پاکستان تل د يوې نوې کيسې په جوړولو سره هڅه کوي چې په افغانستان کې دې مبارزې ته کيدونکي تبليغات پيکه کړي په همدې خاطر خو د حقاني شبکې ځانمرګي په دشت برچي کې په روانه اونۍ کې په کړي بريد سره هڅه وکړه چې دا مسیر بدل کړي خو شکر الحمدالله افغان ولس خپل وير پريښود خو پر دښمن بل اور ته يي دومره ور پوه کړل چې تر نړۍ والو رسنیو پورې دا غږ ورسيد.

طالبان چې د پاکستان د ګټو حاميان دي په ډير مهارت سره هڅه کوي چې د افغاني چتر لاندې پاکستانۍ ګټې دلته تضمين کړي په همدې پار يي پر ولس د روان ظلم په لړ کې سړکونه له منځه وړي، د برښنا پايي په بمونو الوزوي، سربندونه او د اوبو بندونو ته بمونه ږدي، روڼ اندي او قلم په لاس ځوانان په شهادت رسوي او ښونځي بندوي يا يي سوځوي.

برني کارونه د يوې مخالفې ډلې کار نه بلکه د يوې پردۍ پالې اجيرې ډ‌لې کار دی او که طالبان رښتيا د افغانیت او انسانيت دعوه کوي دوی هيڅ حق نلري چې په افغانستان کې د متخاصم ګاونډي پر ضد روان غږونه چوپ کړي، دوی د يوې دښمنې ډلې په توګه باید د ټوپک د منطق پر ځای له ولس سره د خبرو لاره غوره کړي ځکه همدې ولس چې نن له طالبه کرکه کوي پرون يي ورته د مجاهد او ملا په نوم ډوډۍ ورکړې، شپه يي ورکړې، دوی يي بچي ورته وژلي او د همدې ولس بچي يي د استخباراتي افسانو پر بنسټ غولولي بیا يي ځانمرګو بریدونو او نورو وحشتونو ته هڅوي دي.

هغه وحشت چې د طالب له لاسه پر ولس تحميل شوی دی په هر کلي کې په لسګونو کونډې، په سلګونو يتميان او په زرګونو شخصي بدۍ خلکو ته په میراث پاتې شوي دي او هيڅ طالب دې دا نه هیروي چې نن په لرو پرتو سیمو کې د دوی کيدونکی ظلم به ولس ور وبښي بلکه سل کاله وروسته هم که طالب نه وي د دوی د ټوپک تر ميل لاندې په زوره يل شوی ملت به يي ترې غچ واخلي او په ډيرو مواردو کې دا غچونه اخيستل شوي هم دي چې يوه برجسته بیلګه يي په ميدان وردګو کې له يوې ښځې سره د نامشروع اړيکو په تور د طالبانو د استخباراتو د مسول ډاکټر ميرويس وژل، په پکتيا کې د يو طالب په دار کول او په غور او بادغیس کې د طالبانو د څو قاضيانو قتلول يي ښکاره ثبوتونه دي.

ولس په هر حالت کې د طالبانو د  وحشت تاوان ورکړی دی د پيچیراګام د وړمې ورځې داعشي وحشت ته که ځير شئ بیرته يي ريښه ځکه طالبانو ته ورګرځي چې د شهيدانو شویو دریوتنو پلار پخوانی طالب وو او زامن ځکه پاکستاني داعشیانو شهيدان کړل چې ډاريدل داسې نه زامن د پلار غچ واخلي.

طالبان چې ځانونه افغانان بولي دوی به د پاکستان او پنجاب په خوښه په زرکاله وحشت سره هم بريالي نشي چې وروڼه قومونه و ويشي خو دا چې کوزنیو محرومو پښتنو د « ای جو دهشتګردی هی، ایس کی پيچي وردي هې… اې جو طالب ګردي هي» غږ پورته کړی دی نو دوی حساس شوي دي خو دوی باید پوی شي چې په وزیرستان کې د نوي سلنه روان پنجابي وحشت او امریکايي بمباريو لامل همدا پاکستاني، افغاني طالبان، حقاني شبکه، داعش او هلته سلګونو ميشت نړۍ وال ترهګر دي.

په قبايلي سیمو کې ولس عملا د طالبانو د شتون تاوان ورکړی دی، کورونه تش دي، ښونځي وران دي، مساجد خاره دي، مدارس وران شوي، د پښتون قام کډې په شاه دي په کوز او بر افغانستان کې در په در او خاورې په سر ګرځي… کله چې طالب د اشغال پر وړاندې د مبارزې منطق وړاندې کوي که له خپل باداره د پښتون قام غچ نشي اخیستی دا حق دې هم ځان ته نه ورکوي چې د پښتون پر ستوني پښه کيږدي، په لاهور کې د پښتون قام د مبارزینو نيول کيدل، د غونډې پر ځای د مردارو اوبو را خوشې کول، رسنيز تحريم او تبلیغات او بیا په پکتيکا کې د طالبانو وحشت کټ مټ پنجابۍ تجربه ده او زموږ په تاريخ کې دا هم ثبت شوه چې د پښتون قام د يو والي په ورځو کې د پاکستان تر څنګ ددوی اجیرې ملیشې« طالبانو» هم ولسونو ته د سوله ایزو پرلتونو اولاریونونو اجازه نه ورکوله.

Share this page to Telegram

Comments