طالبان پر افغانستان د معاملې په هڅه کې دي / دویمه برخه

comments 0

0 Views

لیکوال : سید عبدالله پاچا
پاکستان به د نړیوالو او افغانانو د غولولو لپاره کیدای شي د افغان دولت او طالبانو تر مینځ د سولې کومه داسې ډرامه جوړه کړي چې وروسته ناکامه او پایلې يې د همدوی په ګټه وي.
پاکستان به همدارنګه لکه د پخوا په شان په پاکستان کې میشت د افغان مهاجرینو، د افغانستان په کلیو کې د ملایانو تر هودې لاندې د بیسوادو افغانانو، په افغانستان کې دننه د دوی باسواده ملاتړو (اصلاحیان، حزبیان، طالب پلوي او نور هغه څوک چې اسلامي (پاکستاني) ورورولي په ملي ګټو بهتره ګڼي) او عام پاکستانیانو توجه په افغانستان کې د اسلامي (پاکستاني) نظام راوستلو ته ور واوړي او دوی به د اسلام په نامه جګړې ته وهڅوي.
پاکستان اوس هم لګیا دی او د لکونو افغان مهاجرینو ماغزه لکه د اتیاوو کلونو په شان مینځي.
ډیرو دغو مهاجرینو ته اوس هم په افغانستان کې روانه جګړه جهاد، د افغانستان بالخصوص د کابل ډیری اوسیدونکي کافر او د ملي اردو، ملي پولیسو او دولتي کارمندانو مرګ روا ښکاري.
دوی ته ویل کیږي چې بهرنیان خپلو بیسو ته افغان انجونې بیايي او حتا غاښونه ترینه وباسي، دوی ته همدارنګه ویل کیږي چې کابل نن سبا د فحشاوو په مرکز بدل شوی (خپل لاهور ورته نه یادوي).
د پاکستان په ډیری جوماتونو کې هماغه د اتیاوو کلونو په شان د افغانستان د ازادۍ دعاګانې او په پاکستاني نظامي مرکزو کې د افغان ترهګرو روزنه روانه ده.
زمونږ ډیری په عقل ړانده مهاجر او په افغانستان کې دننه افغانان هم پرته له تحلیل او فکره د پاکستاني او ایراني استخباراتو منفي تبلیغ مني او ډیر اوس هم په افغانستان کې د شهادت ارمانونه لري.
پاکستان ته د دغسې کمعقلو جذباتیانو استعمال هیڅ مشکل نه دی خو د نړیوالو له ډاره غلی دی. همدارنګه که د نړیوالو ډار نه وای نو اوس به یې د دوی په ملاتړ یو ځل بیا خپل پوځ په جلال آباد راخیژولی وو.
که له یوې خوا پاکستان زمونږ بیسواده او مذهبي افراطیان افغان وژنې او افغانستان ورانونې ته هڅوي او په خاوره مو مستقیم تیری کوي، نو له بلې خوا مو ایران تعلیم یافته ځوانان تعصب او مذهبي فساداتو ته هڅوي او زمونږ په کلتور او ژبه یرغل کوي.
د بهرنیو ځواکونو د نه شتون په صورت کې به میدان پاکستان او ایران ته خالي پاتې شي او دغه ډول مشکلات به مو څو چنده زیات شي.
د افغانستان لپاره دا ډیر حساس وخت دی او باید مشران مو خپله هره فیصله ډیره په فکر وکړي.
داسې نه چې د غوږ په ګټلو کې ټول سر بایلو، مونږ باید پوه شو چې د امریکا په شمول پرمختللي دولتونه ډیرو وسایلو او منابعو ته لاس رسی لري، دوی سره که افغانستان مرسته وکړي او که نه، دوی به په یو ډول نه یو ډول خپلو اهدافو ته ځانونه رسوي.
په یاد باید ولرو چې یوازې جوړ او پخپلو پښو ولاړ دولتونه غیرتي کیدای شي، په لوی لاس د خپل ملک په ورانولو کې هیڅ غیرت نشته.
دا لیکل د دې لپاره و چې افغانان باید هوښیار و اوسي، که څه هم ولسمشر په دې برخه کې کافي تجربه لري او په احتیاط ګامونه اخلي، خو ځینې سیاسیون چې د واک لیونتوب يې سره ته ختلی دی ، د طالبانو ډول ته څڼې اچوي.
خو د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یو ځای به همدا کسان چې له طالبانو سره غاړه وړي او حکومت تر فشار لاندې نیسي چې د طالبانو نامشرع غوښتنې ومني، همدوی ځای به هم له طالبانو سره نه کیږي او دا وطن به پریږدي.
طالبان دې هم په دې خبر وي چې افغانان او افغانستان اوس هغه نه دی چې دوی پرې حکومت کو، اوس یې ډير خلک روزلي چې د دې وطن په هر ډول سیاست او لوبو باندې پوهیږي او نه پریږدي چې دا وطن یو ځل بیا د پنجاب منګلو ته وغورځیږي.
پای

Share this page to Telegram

Comments