طالبان پر افغانستان د معاملې په هڅه کې دي / لومړۍ برخه

comments 0

0 Views

لیکوال: سید عبدالله پاچا
د سولې له خبرو سره یو ځای طالبان هڅه کوي د ډاکټر نجیب الله د وخت سناریو بیا تکرار کړي، طالبان د پاکستان په دستور غواړي چې یو ځل بیا افغانستان د پنجاب لاسو ته وغورځوي، خو له نیکه مرغه دا ځل افغانان ډير هوښیار شوي او هیڅکله به داسې نظام قبول نه کړي چې د پاکستان ګټې پکې تضمین وي.
که امریکا له افغانستانه په مکمل ډول ووځي نو ډیر امکان لري چې افغانان یو ځل بیا د پاکستان رحم ته پریږدي، پاکستان به هم خپل یو څو پوځي هوايي ډګرونه امریکا ته په اختیار کې ورکړي تر څو له دغه ځایه په افغانستان او قبایلي سیمو کې په خپلو هدفونو د بې پيلوټه الوتکو حملې وکړي، که څه هم پاکستان په ظاهره پخپل هیواد کې د بې پیلوټه الوتکو مخالفت کوي خو په پټه د پاکستان دننه ډیری حملې د دوی په خوښه او استخباراتي مالوماتو ترسره کیږي.
پاکستان به هم د پیسو په بدل کې امریکا ته تر ډیر څه تیر شي او امریکا به هم یو ځل بیا د افغان امورو اختیار پاکستان ته پدې شرط ورپریږدي چې پاکستان به هغه ترهګر چې غواړي د غربي هیوادو په ضد عملیات ترسره کړي امریکا ته سپاري او هغوی به نه پریږدي چې په پاکستان او یا هم په افغانستان کې آزاد فعالیت وکړي.
د پاکستان دولت به له یوې خوا د امریکا څخه نظامي او ملکي مرستې اخلي او له بلې خوا به خپل دښمنان (افغان دولت، بلوڅان، نشنلست پښتانه…) ځپي. بیا به د اتیا او نوي کلونو په شان د افغانانو د ناپوهي په وجه پاکستان نړۍ ته زمونږ دروازه وي او یوازې هغه څوک به پدې دروازه تیریږي چې د پاکستان خوښ وي.
د امریکا د تګ په وجه به افغان دولت لکه د نجیب د وخت په شان د مصارفو د کمبود یا نشتوالي، ډول ډول پاکستاني او ایراني بندیزونو او کورنیو او بهرنیو دښمنانو په وجه ورځ تربلې کمزوری کیږي.
ډیر امکان لري چې د نجیب د دورې تکرار پخپل دې لنډ عمر کې یو ځل بیا ووینو، خو توپیر به يې دا ځل پدې کې وي چې زمونږ نظامي او ملکي بنسټونه به دومره قوي نه وي او د دوه قوتونو (مجاهدینو او نجیب) په ځای به څو قوته (دولت، طالبان، ټلواله، داعش او نورې وړې او غټې ډلې) پخپلو کې اړم وي.
ټلواله به د افغانستان په شمال، لویدیځ او منځنۍ برخه باندې کنټرول ولري، دولت به په کابل مستقیم کنټرول او په یو شمیر نورو لویو او وړو ښارونو کې یو څه نفوذ ولري، داعش به د مشرقي ولایاتو په ځینو سیمو کې قدرت ولري او طالبان به په جنوب او جنوب لویدیځ سیمو په ځانګړې توګه هغه ولایتونه چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، واک ولري.
نړیوال به مو د امریکا په شمول له دباندې ننداره کوي او د ضرورت په وخت کې به یو څو بوجۍ وړه او یو څو ټیمه غوړي رالیږي.
نور به د افغانستان په اړه له هر مسولیته ځان آزاد ګڼي، د دوی په وینا دوی به له افغانستانه د افغانانو په خوښه وتلي وي ځکه به نور خپلو وعدو ته ژمن نه وي.
طالبان که څه هم اوس دا وايي چې دوی به هغه وخت له افغان دولت سره د سولې خبرې وکړي کله چې بهرنیان ووځي خو په حقیقت کې دا د عامو افغانانو او نړیوالو د غولولو لپاره تشې خبرې دي.
طالبان پرته د پاکستان له اجازې څخه له دولت سره د سولې خبرې هم نشي کولای او نه هم پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي.
دوام لري…… نور په بله لیکنه کې

Share this page to Telegram

Comments