طالبان پردي اولادونه د شومو موخو قرباني کوي / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

طالبان چې دا مهال په سختو ترهګریزو فعالیتونو بوخت دي د افغان وژنې لپاره نوي پلانونه طرحه کوي چې له دې درکه له بهرنیو هېوادونو زیات امتیازات ترلاسه کړي.
طالبان په کاذبو تبلیغاتو باندې پردي اولادونه چې زده کړې نه لري، جذبوي او بیا د جنت او حورو په کیسو باندې یې د ځانمرګو بریدونو لپاره یوې سیمې ته لیږي او ورته وایي چې د هر چا وژل روا دي.
طالبان دا فعالیت له کلونو راهیسې کوي او تر دې دمه یې لسګونه زره کسان قرباني کړی او لا هم د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د اسلام تر نامه لاندې جګړې ته دوام ورکوي او په دې موده یې زیات ترهګریز بریدونه کړي دي.
د طالبانو تازنی اعلان د دوی له تاریخ سره ډير فرق لري، طالبان وایي، د هر افغان قتل ثواب لري او روژه کې باید لا ډير خلک ووژل شي چې دوی پرې جنت (!) ته لاړ شي.
طالبان او نور افغان ولس اوس په دې ښه پوهیږي چې طالب یوه خرڅ شوی سازمان دی چې هیڅکله د افغانانو د هوساینې او سولې فکر ورسره نشته، دا ډله د جګړې لپاره رامنځ ته شوې او تر هغې به جګړې ته دوام ورکړي تر څو چې د بهرنیو هېوادونو ګټې په افغانستان کې خوندي شي.
طالبانو چې هر ځای برید کړی افغانان یې قرباني کړي او بیا ورته د اشغالګر او مزدور نوم ایښي دی، طالب دا کار نه په اسلام او نه په انسانیت کې شته، خو دا چې طالب باید د اوږدې جګړې لپاره بشري قوه جذب کړي خپلې جګړې ته په اسلام کې توجیهات لټوي او په دې کار تر یو ځایه بریالي هم دي.
طالب ځکه سخت دریځۍ کې بریالی ښکاري چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې یې ښوونځي بند کړي او هغه نسل چې بې سواده لویږي د دوی لپاره اسانه ده چې لیکو ته یې جذب کړي او بیا یې په دروغجنو تبلیغاتو باندې جګړې ته ولیږي.
طالب د ځانمرګو بریدونو لپاره ډیری هغه کسان جذبوي چې یا یې زده کړې نه وي کړي او یا یې نور مجبوریتونه وي له کور کلي تښتیدلی وي.
د طالب جګړه اوس په اسلام کې دیني علماوو هم ثابته کړې چې هیڅ ډول توجیه نه لري او دا جګړه یو تروریستي فعالیت دی چې مسلمانان پکې د پردیو د ګټو لپاره قرباني کیږي.
اوس هم وخت دی، که طالبانو سره د خلکو همکاري بنده شي، افغان ځواکونو سره د خلکو همکاري زیاته شي، طالب هیڅکله نه توانیږی چې اوږده جګړه وکړي او یا لوی بریدونه تنظیم او ترسره کړي.
افغانانو ته پکار ده چې په ټول توان د طالب پرضد ودریږي او اجازه ور نه کړي چې نور د افغانانو وینه تویه کړي او د پردیو د ګټو لپاره افغانستان وران کړي او یا یې له پرمختګ راوګرځوي.

Share this page to Telegram

Comments