طالبان ولې کم عمره هلکان جذبوي / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د طالبانو لیکې چې وګورئ چې تر ډيره یې جنګي ډلې د کم عمره هلکانو څخه ډکې دي چې څو ځل پرې حقوق بشر اندیښنه هم ښودلې ده.
طالبان له دې جلب و جذب دوه هدفونه لري
لومړی دا چې طالبان ځکه کم عمره هلکان جذبوي چې فکر یې خام وي او ژر پرې خبره تاثیر کوي او په احساساتو کې راځي.
هر ځل تاسو د ډله ییز برید وروسته جسدونه وګورئ، کم هلکان یا تنکي ځوانان وي چې ورپورې یې بمونه تړلي وي او د یو هدف لپاره یې راخوشې کړي وي.
کم عمره هلکان احساساتي وي، زیاتره د دوی هغه کسان وي چې هیڅ زده کړې و نه لري، د جنت د حورو کیسې ورته وکړي، جنسي غریضې یې وپاروي، دنیا ورته دوزخ کړي او بیا ترې د خپلو هدفونو لپاره کار اخلي.
طالبان په دې کار کې بریالي هم دي، کم عمره هلکان اکثره له هغو سیمو جذبوي چې هلته هیڅ زده کړې نه وي.
طالبان د همدې لپاره تر خپل واک لاندې سیمو کې ښوونځیو او عصري زده کړو ته اجازه نه ورکوي، چې پوهیږي که هلکانو زده کړې وکړې، بیا یې دوی ته جذبول سخت دي.
طالبان اکثره بې سواده هلکان چې له زده کړو پاتې وي، بې روزګاره وي، په چل او فریب باندې خپلو لیکو ته جذبوي او بیا یې د خپلو موخو لپاره کاروي.
دویمه دا چې د طالبانو په لیکو کې له پخوا مشهوره ده چې لواطت پکې زیات دی، پر طالبانو مستند راپورونه جوړي شوي چې لواطت وروستي حد کې دي او دا پکې یو دود ګرځیدلی او هیڅ ډول ممناعت پکې نشته.
طالبان کم عمره هلکان جذبوي او بیا ترې د جنسي غریضې د پوره کولو لپاره هم کار اخلي.
یوه مستنده کیسه شته چې یو هلک د شیخ امین الله د جهاد بیان اوریدلی و، خامه خوله و، یاندې ږیره او بریت یې نه و راغلي او سپين پوستی هم و، نو سمدستي تللی چې طالبانو له لیکو سره یو ځای شي.
کله چې دا خلک د طالبانو یو قومندان ته ورځي، هغه یې سمدستي ځان سره ساتونکی کوي، وسله ورکوي او بیا چې شپه کیږي، قومندان یو کار پسې ځي او دی د نورو طالبانو له لوري د ډله ییز جنسي تیري سره مخ کیږي.
همدا کس سهار وخته د طالبانو له لیکو تښتي، افغان ځواکونو ته ځان او وسله سپاري او ټوله کیسه ورته کوي.
دا د یو کس مستنده کیسه ده، طالبان ځینو مواردو کې د جنسې تیري ویډیو کوي او بیا دا کم عمره هلکان ګواښي چې که ځانمرګی برید و نه کړي دا ویډیو به یې کورنۍ ته ولیږي.
په همدې اساس، هلک مجبور کیږي چې برید وکړي، او که دطالبانو لیکو کې فعالیت ته دوام ورکوي، نو بیا اړ دی چې هره شپه د طالبانو د مشرانو جنسي غریضې سړې کړي او لواطت ورسره وکړي.
طالبانو د اسلام ترنامه لاندې ټول اسلامي او انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کړې او د خپلو ګټو لپاره هر هغه کار کوي چې اسلامیت او انسانیت یې اجازه نه ورکوي.

Share this page to Telegram

Comments