طالبان ولې د ټاکنو مخالفت کوي؟: بريالی وياړ.

comments 0

0 Views

د ولسمشرۍ، پارلمان او ولايتي شورا ټاکنې هغه ملي بهير دی چې ولس د خپلې خوښې مسئولان ټاکي، او مانا يې د يوه ولس واک نظام د رامنځته کېدو ده. يانې داسې حکومتي نظام چې د ولس په رايه رامنځته کېږي. داسې يو حکومت چې د افغانستان د مسلمان ملت په رايه رامنځته شي، د پاکستان د پنجابي ملايانو او د طالبانو د معنوي پلرونو له لوري د کفر فتوا په اسانۍ سره پرې اثر نه شي کولی.

بيا هر سړي ته دليل په لاس ورځي چې د پنجابي فتواوو پر وړاندې غبرګون وښيي. واضح کېږي چې يوه مسلمان ملت يوه مسلمان حکومت رامنځته کړی دی. طالبان نه غواړي چې خلکو ته دا دليل په لاس ورشي. طالبان غواړي، د خپلې ناروا فتوا لپاره دا د ليل له ځان سره ولري چې ګنې دا حکومت د خلکو په رايه نه دی رامنځته شوی، دا جبراً پر افغانستان حاکم شوی.

چېرته چې د يوه مسلمان ملت په رايه حکومتي نظام رامنځته شي، بيا پرې د کفر فتوا، او په هغه هېواد کې د جهاد فتوا قبوليت او ارزښت نلري. طالبان او پلار پاکستان يې هيڅکله نه غواړي، د دوئ فتوا ته خنډ جوړ شي. د دوئ فتوا ته خنډ همدا د مسلمان ملت په رايه د يوه مسلمان حکومت رامنځته کېدل دي.

د پاکستان له لوري د طالبانو په لاس له ټاکنو د خلکو د راګرځولو يوه بله اساسي مسئله دا ده چې تاسو هم ورته ځېر شئ. تاسو وګورئ طالبان په پښتون مېشتو سيمو کې هيچاته اجازه نه ورکوي چې تذکره واخلي، او نه په ټاکنو کې د ګډون حق ورکوي. له تذکرو څخه د پښتنو محرومېدل دا په ډاګه کوي چې طالبان له دې مليت سره دښمني لري، او قصداً او هدفاً غواړي پښتانه تذکرې ونلري.

که پښتانه تذکرې ونلري، نو ستونزه څه ده؟ واضح ده چې ستونزه د وګړو د اکثريت او اقليت ده. واضح ده چې پاکستان غواړي، د افغان مليتونو ترمنځ جلاوالی، تفرقه، او د هېواد د تجزيې چانسونه رامنځته کړي. که پښتانه تذکره ونلري، بې برخليکه پاتېږي، بې واکه پاتېږي، او تل به د جهالت په تورو تيارو کې ژوند کوي.

دويمه دا چې که پښتانه تذکره ونلري، رايه نه شي ورکولی. نو چې پښتانه رايه ورنکړي، بيا ستونزه څه ده؟ ستونزه دا ده چې پښتانه بې واکه کېږي ، په طبعي شکل د جګړې ډګر ته پاتېږي. پښتانه چې له حکومتي واکه بې برخې شي، پام يې د طالبانو لوري ته ور اوړي، طبعاً د جګړې ليکو ته ستنېږي، او د حکومت پر ضد بغاوت کوي. له دې بغاوته د طالبانو هدف څه دی؟

د طالبانو هدف دا دی چې پښتون تل ترتله په جګړه کې ښکېل ووسي، د طالبانو هدف دا دی چې پښتون ټولې نړۍ ته ترهګر او تروريست معرفي شي، د دوئ هدف دا دی چې پښتانه د پاکستان په دستور د پنجاب ناروا جګړه مخته بوځي او د افغانستان د ټولګټو ارزښتونو ريښې پر وباسي.

طالب په ټوله کې له افغانانو په تېره بيا له پښتون قوم سره سخته دښمني لري. د دښمنۍ لومړنی ډول يې دا دی چې ښوونځي يې پر بند کړي. په پښتنو نجونو تعليم کفر ګڼي. په ولايتونو کې يې پرمختيايي او پراختيايي پروژې او د بيارغاونې کارونه نه پرېږدي. ټليفوني، انټرنټي، روغتيايي، او بشپړ ټولنيز خدمات يې پر بند کړيدي.

طالب غواړي، پښتون له هر ډول پرمختګه بې برخې اووسي. دا هدف اصلاً پاکستان طالب ته د هغه په ناروا جګړه کې ور نغښتی دی. طالب غواړي، پښتون په خپل هېواد کې د خپل هېواد تابيعت ونلري. ايا تاسو په ټوله نړۍ کې داسې اورېدلې چې يو مليت دي، د خپل ملي هويته را وګرځول شي؟

که پښتون غواړي، جګړه پر ختمه، وژنه پکې ختمه، خويندې او ميندې يې له سوال، فقر او دربدرۍ له بحرانه خلاصې شي، تذکرې دې واخلي، رايې دې ورکړي، او د طالبانو د ناروا جګړې ملاتړ دې پرېږدي. که چا د طالبانو ملاتړ وکړ، الله تعالی به له هغه ناراضه شي، ځکه طالب د اسلام، وطن او خلکو دښمن دی.

د اسلام وطن، او خلکو له دښمن سره دوستي مکوئ.

Share this page to Telegram

Comments