طالبان ولې د القاعدې غچ له موږ اخلي « د موسی کلا د پيښې تر شاه ناويلي حقايق»:مجيب الرحمن زمینداوری

comments 0

0 Views

د موسی کلا او ملکي وګړو د تلفاتو کیسه خورا توده ده، په انټرنيټ کې هم ډير داسې انځورونه کښته پورته سول چې ډيرو ښايي مخکې نه وو لیدلي وو خو ډيرو ته لکه زما په شان چې ناڅه انټرنيټ کاروم دا انځورونه نوي نه بلکه تکراري وو.

په موسی کلا کې ولي ملکي وګړي په نښه سول؟

د موسی کلا په فدايي سیمه کې کيسه ډيرو ته لکه څګه چې پيښه سوې نه ده معلومه، ډير لا هم وايي چې پر واده بمبار سوی دی، خو نه هلته واده نه وو بلکه د نکريزو شپه وه، خلک له يوه کلی بل ته تلي وو کله چې د شپې په تیاره کې بیرته را ستنيدل د واده کور ته څيرمه د طالبانو پر مهم مرکز چاپه وه، د ورا موټرې چې څراغونه يي لګولي له هوا پرې الوتکو فيشنګونه هم غورځولي وو چې د خبرداري په شکل ودريږي او کلي ته لنډ نه سي خو کله چې دوی تر محاصرې درې کوره کوز ودریدل طالبانو فکر وکړ چې محاصره ټينګه سوه او د واده پر وګړو يي ډزونه وکړل.

له ډزو سره سم الوتکې چې ډيرې لرې يي دورې کولې هغه ځای چې د واده پر کور ترې ډزې کيدې هوايي برید وکړ، په توره شپه لړې هوا ته پورته سوې او د واده والو په کور کې له پيله اته تنه د طالبانو په ډزو کې شهيدان سوي وو او درې نور ټپيان وو.

کله چې پر هدف هوايي برید وسو طالبانو له دریو استقامتونو پر افغان ځواکونو لاسي بمونه وار کړل او له دې بم وارونې سره سم ځواکونه له سیمې په شاه سول او الوتکې پر ياد کور بل راکټ وويشت او د راکټ له ويشتلو سره سم لومړی اور ولګيد چې ښايي د طالبانو موټرګاټان او دوه لوکسل موټرې به وې او له شلو دقیقو وروسته څلور پنځه زوره ورې چاودنې وسوې.

دا چاودنې په کور کې د ننه د هغوواسکټونو او بوشکو وې چې همدې کلیوالو تقريبا يو کال لیدې چې همدلته ډکيدې او بیا به نورو سیمو ته وړل کيدې، همدا د واده کورنۍ ماسپښين مهال کله چې د طالبانو کور ته ميلمانه راغلي وو او کلک امنيتي تدابیر نيول سوي وو ګواښل سوې وه چې د شپې به له بيځايه واتلو ډډه کوي او د همدې په خاطر سري ماښام دوی د نکريزو مراسم پر ځای او په تلوار يي غوښتل بیرته ژر خپل کور ته راستانه سي.

په ويشتل سوي کورکې څوک اوسيدل؟

زه به د هغه کس دقیق نوم نه اخلم ځکه کيدای سي طالبان يي هدف کړي خو په فدايي کلي کې هر سړی په دې ښه پوهيږي چې له ریحان نومي طالب سره درې بهرنۍ ښځې هم وې،په لومړۍ ورځ يي ویل چې دوه مې میرمنې یوه مې وریندار ده خو په دوهمه او دریمه ورځ يي ويلي وو چې نه وریندارګانې مې دي … دې خبرو کلیوال هم شکي کړي وو ځکه له تيرو څو ورځو را وروسته په دې کور کې د ناولده کسانو وتل ننوتل او نه خبرو خلک سخت په تشويش کې کړي وو، که څه هم د کلی ښځو ويل چې دوه ښځې په بله ژبه غږيدې خو روښانه نه وه چې په کومه ژبه.

د پيښې په شپه حاجي محمود چې د نوزادو لپاره د طالبانومسول ده او په ټوله موسی کلا کې يي خلک پيژني همدې سيمې ته راغلی وو، د محمود سره زموږيو نيږدې خپلوان راته ماښام وویل چې نن شپه له دې ځايه دا بهرني میلمانه چې نوموړي ويل پاکستانيان دي باسو او کوم بل ځای ته يي ولو، دوی هم شکي سوي وو چې دلته د دوی راز نور افشا کيدونکی دی.

له حاجي محمود سره تقریبا ولس تنه وو چې درې لوکسل، دوه فيلډر او یو سيمرغ موټر يي له ځان سره راوستی وو، د شپې ناوخته د کور شا اوخوا ډير نور ناوله کسان هم لیدل کيدل چې يوه ته يي مدني، بل ته يي قريشي او دریم ته د ساحل په نوم غږ کاوو خو د ټولو پښتو لهجې بدلې وې او له ورايه ښکاریده چې بلڅوک دي.

اصلي کيسه چیرته ده؟

تر برید درې ورځې مخکې د فدايي سیمې يو اوسیدونکي ددې کور والا ته ويلي وو چې په دې ځای کې د ناولدو خلکو تګ راتګ ښه نه دی زموږ واړه بچي دي په غم به مو واړوئ، همدا مظلوم سړی چې د داسې ورځې له راتګه خبر وو تر برید یوه ورځ وروسته طالبانو د فدايي کلي په کوز خوړ کې ترې غاړې پرې کړې وې او د جاسوس په نوم يي شهيد کړی وو.

د کلي يوه بله یشپړه کورنۍ چې طالبانو يي په سبا د کورنۍ غړي بیولي دي د برید څخه ورځ وروسته ټوله کورنۍ تري تم سوې،دا کورنۍ هم د طالبانو قومندان ملا نور آخوند له ځان سره اخیستې او ويلي يي دي چې دا ټوله کورنۍ جاسوسان وو.

آه ښه! زه خو ددې سيمې يم، ماته خو وضعيت معلوم دی چې څه کيسه روانه ده خو دلته درد په دې راځي چې طالبانو ته سړی نوکې سپينه خبره وکي بیا يي د جاسوس او دولتي په نوم وزني او پرون مې واوریدل چې طالبانو خبرداری ورکړی دی چې ددې برید غچ به واخلي؟ خو له چا؟ په کابل کې به برید وکړي؟ په کندهارکې برید کوي او که په بلخ يا بدخشان کې؟ خو ښکاره خبره ده چې دلته يي هم افغانان د نورو قربانی کړل او هلته به نور هم ووژني.

بله مهمه کیسه داده چې ويل کیدل طالبانو له نړۍوالو ترهګریزو شبکو سره اړيکې پرې کړي دي په فدايي کلي کې د القاعدې د پنځو کسانو او دریو ښځو شتون ، د دوی د غچ اخیستو خبرداری او دې ورته ډيرې نورې کيسې خو داسې ښيي چې طالبان بدل سوي نه دي، له القاعده سره اړيکې پر خپل ځای دي او افغان وژنې ته ژمن دي.

د موسی کلا پيښه کاش په سم ډول څيړل سوې وی، کاش یوه کورنۍ طالبانو تري تپ کړې نه وی او د يو کس سر غوڅ سوی نه وی، کاش له تیرو څو مياشتو را هیسې د کلیوالو انديښنې درک سوې وی، کاش هر سړي دا جرات کړای سوای چې زموږ سيمې ته راسي او حقايق وپلټي.

په هر حال هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې طالبان او ددوی همفکران کښته پورته کوي يو يي هم د موسی کلا نه دی، ان هغه مشر چې د فدايي کلي په استازیتوب غږیږي په ټول کلي کې څه چې په ټوله موسی کلا کې هم نسته خو له دې ټولو سره سره ملکي وګړي شهيدان سوي او لامل يي د طالبانو هغه واسکټونه او بوشکې وې چې دوی په دې کور کې پټې کړې وې، له همدې کوره يي نورهلمند ته وړې او ان موټر بم به دلته ډکيدل او بیا به په پټه وړل کيدل.

وماعلیناالی البلاغ المبین

سرچینه: پلازمینه پرس

Share this page to Telegram

Comments