طالبان ولې دیني علماء په نښه کوي؟: ببرک درویش

comments 0

0 Views

له هغې ورځې چې ځینو په هېواد مینو او حقیقت ویونکو علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ورسره سم د طالبانو کار خراب شوی او د جلب او جذب پروسه یې ټکنۍ شوې ده.

هغه علماء چې په ريښتني ډول په هېواد، ولس او اسلام میین دي او له دې ساتنه خپله اسلامي او ملي وجیبه ګڼي، خپل غږ یې د طالب اوسنۍ جګړې په تړاو پورته کړی او په دې تړاو یې له قران کریم ایاتونه او له بخاري او مسلم احادیث راوړي چې د الله په کتاب او د پیغمبر په احادیثو یې خلکو ته ثابته کړې چې د طالب جګړه اسلامي اړخ نه لري او پروژيي ده.

علماء د دې ایات په تفسیر کې چې (من قتل نفسا متعمدا فهوا جزاء) لیکلي چې د هغو کسانو ځای دوزخ دی او سخته سزا به ویني چې یو کس قصدا قتل کړي، نو د طالبانو جګړه هم اوس په عامه ځایونو کې قتل عام دی او د پردیو د ګټو لپاره یې د اسلام مبارک دین سپر کړی دی.

کله چې طالبان پوه شول چې دیني علماء یې په ایاتونو او احادیثو سره جګړه ناروا یادوي او خلکو ته یې په ثبوت رسوي، نو د علماوو په وژنه یې لاس پورې کړ او تر ننه یې لسګونه هغه دیني علماء شهیدان کړي چې د دوی په تړاو یې حقیقت ویلی.

طالبانو باندې دا کار د پاکستان علماوو او څارګرې ادارې تحمیلي وکړ، ځکه څارګره اداره پوهیږي چې که چیرې خلکو ته د جګړې په تړاو دیني حقیقي مالومات ورسیږي، د جګړې لپاره بشري قوه ورته بیا نه پیدا کیږي.

ځکه پاکستاني علماوو او پلورل شویو طالبانو تر ننه ناپوه او جاهل کسان د دین په نوم لیکو ته جذب کړي او د افغان ولس او افغان ځواکونو پروړاندې یې جنګوي.

ځینې دیني علماء له دې ویرې چې طالبان به یې هدف وګرځوي او و به یې وژني، حقیقت نه وایي، که نه د اوسنۍ جګړې په تړاو ټولو ته مالومه ده چې یوه پروژيي او استخباراتي جګړه ده چې ګټه یې نورو ته ځي.

طالب د ثواب لپاره دا هر څه نه کوي او خپله طالب مشران هم په دې پوهیږي چې دا جګړه یې د نورو د ګټو لپاره روانه کړې، خو هر هغه څوک له مخې لیرې کوي چې پوه شي، د دوی د جګړې پروړاندې خنډ کیدای شي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *