طالبان ولې افغان دولت سره له مذاکراتو ډار لري؟

comments 0

0 Views

لیکوال: نوید احمد څرک
————————————————-
د افغانستان د قضیې معقول حل له افغان دولت سره مذاکرات دي او طالبان حاضر نه دي چې سولې ته د رسیدو لپاره د سولې اصلي ادرس افغان دولت سره خبرو ته کیني.
په تېرو څومیاشتو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو او کابل ته د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سولې پلاوي په راتګ سره موږ د سختو بریدونو، چاودنو او تاوتریخوالي شاهدان وو، مګر د سولې د مذاکراتو لپاره اوربند اساسي شرط دی.
که د طالبانوغوښتنې او مسایل د خلکو د ارادې ممثل وي، نو له افغان دولت سره له مذاکراتو دې نه وېرېږي، له دولت سره دې مخامخ مذاکرات وکړي.
د سولې مذاکراتو د بریالي ترسره کېدو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بقا او د هیواد د اساسي چارو د لا ښه ترسره کېدو لپاره د ټاکنو له لارې د زعیم ټاکل واجبي او ضروري امر دی او له ټول هېواد وال باید ټاکنو کې ګډون وکړي چې یو منتخب حکومت رامنځ ته او د سولې خبرې مخ ته یوسي.
د علماو متفقه فتوا، په اندونیزیا، مکه مکرمه او مدینه منوره کې د علماو دریځ بېساري او تاریخي اقدامات وو چې د سولې لپاره یې زمینه او شرایط برابر کړل، خو طالبان چې له اسلام ناوړه ګټه اخلي تل یې په ترور او ترهګرۍ باندې تمرکز کړی دی.
سوله د افغانستان د خلکو او دولت اساسي غوښتنه ده او افغان حکومت چمتو دی چې دې هدف ته د رسېدو لپاره به ان د کلیو او ولسوالیو په کچه خپلې هلې ځلې منسجمې کړي.
د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک د افغان حکومت لپاره تګلاره تعین کړې او د هغه پرېکړه لیک د تطبیق لپاره دوامدارې حکومت او ولسمشر دوامداره هڅې او کوښښونه کوي چې افغانان باعزته او پایداره سولې ته ورسیږي.
د سولې پروسې مالکیت د افغانستان ملت او دولت سره دی. د باعزته او تلپاتې سولې لپاره چې د خدای رضا او د ولس هوساینه په کې نغښتې وي، اوربند د سولې لپاره اساسي شرط دی.
طالبان چې یو کال وړاندې یې اوربند کړی و، په اوربند کې یې یو څه تاوان وکړ، ځینې وسله والو چې د خلکو او افغان ځواکونو مینه او ژوند ولید، وسله يې کیښودله او دا جګړه ورته پردۍ ښکاره شوه، نو ځکه یې بیا اوربند ته زړه ښه نه کړ.
اوربند د سولې اساسي شرط دی او کله چې اوربند نه وي، هر کله د دې امکان شته چې د سولې خبرې سبوتاژ شي، لکه د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې چې د شش درک په برید باندې لغوه شوې، هغه برید چې یو امریکایي سرتېری پکې ووژل شو.
طالبان که اوس هر څومره چیغي ووهي چې امریکا دې راسره خبرې وکړي، خوهیڅ نتیجه نه ورکوي، په داسې حال کې هغه برید کې ۱۲ افغانان هم شهیدان شوي و.
که طالبانو په سوله باور درلودلی نو بیا یې د خبرو په جریان کې داسې برید نه کو چې د سولې خبرې سبوتاژ کړي، طالبان یواځې ځان سوله خوښي ښيي خو نور د جګړې لپاره روزل شوې ډله ده چې افغانستان کې جګړه دوام پيدا کړي.
که تاسو د سولې لپاره د طالبانو شرایط اوریدلي وي، ښکاره ده چې دا ډله سوله نه غواړي، دا ډله بیرته امارتي نظام غواړي او دا ورسره هیڅوک، هیڅ هېواد په هیڅ صورت نه مني، پرته له پاکستان څخه.
نو طالبان ځکه له افغان دولت سره د سولې له خبرو تېښته کوي چې د خبرو په میز ورته نور د جګړې مشروعیت نه دی پاتې چې د اسلام له ادرس څخه د جګړې په دوام باندې تمرکز ولري.

Share this page to Telegram

Comments