طالبان وایي ایران یې ملاتړ کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: هرات کې د سولې له پروسې سره یو ځای شوي طالبان وایي، ایران ورته په افغانستان کې د جګړې لپاره امکانات برابرول.
د طالبانو د لس کسیزه ډلې مشر ویلي چې ایران ورته سرحدي سیمو کې مرکزونه جوړ کړي او د افغانستان د جګړې لپاره یې ملاتړ کوي.
د لس کسیزه ډلې نور غړي چې د سولې له پروسې سره یو ځای شوي وایي، ځکه د سولې سره یو ځای شول چې ایران به ورته په افغانستان کې د سترو پروژو د مخنیوي لپاره لارښوونې کولې.
تسلیم شویو طالبانو کې ځینو ویلي چې ایران به په افغانستان کې د برښنا بندونو د جوړولو او دغه راز د ټاپي پروژې په اړه ویل چې باید مخه یې ونیول شي.
په دې مراسمو کې د هرات والي اصف رحیمي د سولې له پروسې سره یو ځای شوي طالبانو ته ډاډ ورکړی چې ژوند به یې خوندي وي او هڅه به وکړي چې یو کار هم ورته پیدا کړي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply