طالبان وايي، د اختلافاتو له کبله یې پسرلني عملیات ځنډولي نه دي

comments 0

0 Views

تاند- د وسله والو طالبانو ویندوی د پسرلنیو عملیاتو پر سر د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلاف رامنځته کېدو راپورونه رد کړل.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د طالبانو د مشرانو په منځ کې د اختلاف ادعاوې د افغانستان د حکومت تبلغات وبلل.

تر دې مخکې د افغانستان د حکومت امنیتي سرچینو ویلي و چې طالبانو په خپل منځ کې د اختلافاتو له کبله پسرلني عملیات ځنډولي دي.

دې سرچینې دغه راز ویلي چې د طالبانو د کوټې شورا او حقاني شبکې ترمنځ شدید اختلاف پیدا شوی چې له کبله یې منصوري عملیات ځنډول شوي دي.

سرچینې دغه راز ادعا کړې چې د کوټې شورا د حقاني شبکه پر خپلسرۍ او له دوی سره په نه همږغۍ کولو تورنه کړې ده.

د سرچینې پر اساس د کوټې شورا حقاني شبکې ته ویلي چې د دوی خپلسرو اقداماتو د طالبانو پر ټول تحریک منفي اغېز کړی دی.

طالبانو د تېرې جمعې په ورځ (اپریل ۲۸) د «منصوري» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل.

د دې ډلې ویندوی ذبیح الله مجاهد د افغان امنیتي سرچینې د ادعاوو د ردولو ترڅنګ وویل چې پر غورماچ ولسوالي د طالبانو تازه یرغل د دې ثبوت دی چې پسرلني عملیات ځنډول شوي نه دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply