طالبان هلمندیان له ټاکنو بې برخې کوي

comments 0

65 Views

هندوکش ـ لښکرګاه: د ټاکنو کمېسیون د هلمند په پنځه ولسوالیو کې نوم لیکنه نه کوي او خلک به له رای ورکولو محروم وي.

د هلمند دیشو، باغران، موسی کلا، سنګین او خانشین ولسوالۍ کې چې طالبانو نسبت زیات فعالیت لري ټاکنو ته اجازه نه ورکوي او خلک به یې له ټاکنو پاتې وي.

د ټاکنو کمېسیون ته د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په باغران، دیشو، موسی کلا، نوزاد او خانشین ولسوالیو کې عملیات نتیجه نه ورکوي او هلته ټاکنې امکان نه لري.

د هلمند والي بیا له کورنیو چارو وزارت سره نه ده منلې چې د زیاتو سیمو خلک دې له رای ورکولو محروم شي.

د هلمند والي حیات الله حیات ډاډ ښودلی چې په دې ولسوالیو کې به پراخ پوځي عملیات وکړي او ځینو سیمو کې به ټاکنو ته زمینه برابره کړي.

له دې سره ځایي خلکو له طالبانو غوښتي چې د پارلماني ټاکنو له حق یې محروم نه کړي.

Share this page to Telegram

Comments