طالبان هره لار کاروي / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د کلونو جګړې په اوږدو کې طالبانو له هرې ممکنې لارې کار واخیست چې دا وطن وران او افغانان په یو ډول نه یو ډول ووژني او یا یې له پرمختګونو راوګرځوي، دا کومه نوې او جالبه خبره هم نه ده، ځکه د کلونو جګړه کې خلک په دې پوه شول چې طالبان هدف ته د رسیدو لپاره هر پست او رزیل کار کولی شي چې د دې ټولنې ارزښتونه سپک او د اسلام تر نوم لاندې اسلام نوم بدی کړي.
طالبانو د ښځو له جامو بیا د ښځو تر چادریو پورې وکارول، حیوانات یې د جګړې په ډګر کې وکارول، چاودیدونکي توکي یې ورپورې وتړل، د جګړې له ډګره د ښځو په جامو کې ونیول شول چې تيښته به یې کوله.
افغان ځواکونه چې خپلو ارزښتونو ته ژمن دي، ډير کله هغه موټر نه پلټي چې ښځې او ماشومان پکې سپاره وي، خو طالبان بیا له همدې موقع ګټه اخلي او د ښځو په جامو کې له یوې سیمې بلې سیمې ته ځي او یا هغه موټر کې چاودیدونکي توکي انتقالوي چې ښځې او ماشومان پکې سپاره وي.
تازه خبر دا چې طالبانو خوست کې دوه ماشومان تښتولي و، روزلي یې و او بیا یې د ماشومانو په خپلو کورنیو بریدونو ته هڅولي و، دا د طالبانو تر ټول پست کار دی چې کم عمره ځوانان په زور تښتوي، روزي یې او بیا ورپورې چاودیدونکي توکي تړي او یوه سیمه کې یې د برید لپاره خوشي کوي.
دا بریدونه اکثره ګڼ میشتو سیمو کې کیږي چرته چې زیات خلک پکې تلف کیږي، اکثره دا ډول بریدونه د ریموټ کنټرول په وسیله کیږي، هغه کس چې چاودیدونکي توکي ورپورې تړل شوي وي، نه پوهیږی چې ریموټ یې د بل چا په لاس کې دی.
دا خبر د تېرې ورځې دی چې خوست کې ملي امنیت زړه ورو ځواکونو د اوپراتیفي عملیاتو پر مهال هغه دوه هلکان د وسله والو له زندانه راخوشي کړي چې کال وړاندې یې له ځاځي میدان ولسوالۍ تښتوولي وو .
د رفیق او بصیر په نومونو دغه هلکان کال وړاندې د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ له مندتې سیمې وسله والو وتښتول او بیا یې کورنۍ هر څومره هڅه وکړه چې پیدا یې کړي، خو طالبانو دا ماشومان له ډيورنډ کرښې اړولي و او د ځانمرګو روزنه یې ورکړې وه.
د بصیر پلار وایي ، چې لومړۍ ترې وسله والو پیسې غوښتې او وروسته یې ورته وویل چې که د افغان ځواکونو لیکو کې دنده خوشې نه کړي زوی او وراره به یې ووژل شي .
خو بصیر په افغان ځواکونو تکیه وکړه او ډاډه و چې یوه ورځ به یې زوی او وراره د طالبانو له چنګه روغ رمټ ازاد کړي.
د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان وایي، چې دغه هلکان ملي امنیت د اوپراتیفي عملیاتو پر مهال راخوشي کړي او دواړه چمتو شوي وو چې پر خپله کورنۍ او یا امنیتي ځواکونو ځانمرګي بریدونه وکړي .
رفیق او بصیر چې یو کال یې وسله والو زنداني کړي وو د زندان او له دوی سره د شوي چلند ډیرې کیسې یې زړه بوګنوونکي دي، دا دوه ماشومان وایي، د دوی په څېر نور ماشومان هم تښتول شوي او د ځانمرګو روزنه ورکول شوې ده.
په دوی باندې ډيرې سختې تیري شوي چې د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو شي، خو له نیکه مرغه چې د ملي امنیت زړه ورو ځواکونو دا دوه ماشومان کورنیو ته روغ رمټ وسپارل، خو لسګونه نور ماشومان چې طالبانو یرغمل کړي او د خپلو شومو ګټو لپاره به یې قرباني کوي، د طالبانو په زندانونو کې دی.

Share this page to Telegram

Comments