طالبان هرات کې خلک د کوکنارو کښت ته هڅوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: وسله وال طالبان د مخدره موادو له کښت او قاچاق څخه لسګونه میلیونه ډالره عواید ترلاسه کوي او تر خپل واک لاندي سیمو کې خلک هڅوي چې د کوکنارو کښت ته مخه کړي .
د مخدره موادو پرضد د مبارزي وزارت چارواکي وايې دغه توکي ډیری په نا امنه او هغه سیمو کې کرل کیږي چې د طالبانو ترکنټرول لاندي دي .
د نیویارک ټایمز د وروستي راپور په اساس، طالبان د نشه يي توکو له درکه زیاتې پيسې لاس ته راوړي.
په ورته وخت کې د هرات د مخدره موادو پرضد د مبارزي ریاست چارواکي دغه ولایت کې د روږدو کسانو د درملني لپاره شته امکانات کم بولي او غوښتنه کوي چې دغه ولایت کې باید یو پنځه سوه بستریزو روغتون جوړ شي .
چارواکو دغه څرګندوني د مخدره توکو پرضد د مبارزي وزارت له لوري جوړ شوي درې ورځني ورکشاپ کې وکړي.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply