طالبان نور باید دروغجن غرور پرېږدي/ نوید احمد څرک

comments 0

1 Views

پرون شنبه د قطر په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پرانېستې مراسم تر سره شول، پدغه مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو پر وزیر سربېره د قطر، پاکستان، هند، ترکمنستان، ناروې، چین، اندونېزیا، ازبکستان، ترکیه، جرمني، اسپانیا، فنلېنډ، ناټو، د ملګرو ملتوتو نړیول ستازمان، د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان او د بشر حقونو خپلواک کمیسون استازو ګډون کړی و.
دوی ټولو په خپلو خبرو کې د بین الافغاني خبرو د بریالي کیدو هیله څرګنده کړه او د اکثره هېوادونو استازو د یو بشري اوربند غوښتنه وکړه دوی په عین وخت په افغانستان کې د تېرو نولسو کالونو په لاسته را وړنو هم ټینګار وکړو.
غونډې ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم هر اړخیزه وینا وکړه، ښاغلي عبدالله وویل چې په افغانستان کې د شخړو د حل یواځینۍ لاره سیاسي جوړ جاړی دی، نوموړي چې په خورا نرمه لهجه یې خبرې کولې د تېرو کالونو په لاسته را وړنو او د وګړو د اساسي حقونو په خوندي کولو یې ټینګار وکړو.
که څه هم یادې پرانست غونډې ته د طالب ډلې په استازیتوب د ملا عبدالغني برادر خبرې هم نرمې وې، خو د غونډې په څنډه کې د طالبانو د مذکراتي ټیم د اکثره غړیو خبرې سختې وې، دوی ویل چې طالبان د مذکراتو په پیل کې چمتو ندي چې اوربند وکړي.
زما په نظر اوربند د افغان حکومت هغه غوښتنه ده، چې ولس یې هیله لري، دلته سخته جګړه روانه ده، هر ورځ په روانه جګړه کې بې شمېره افغانان قرباني کیږي، اوربند نه یواځې د افغان حکومت او ولس په ګټه دی، بلکې د طالبانو په ګټه هم دی، دوی باید اوربند وکړي اوربند د سولې خبرو د بریالي کیدو لپاره ډېر ضرور دی.
زما وړاندیز د طالبانو ډلې ته دا دی چې خپل دروغجن غرور نور پرېږدئ، د خپلې عقدې په خاطر د سولې پروسه له ناکامۍ سره مه مخ کوئ، لږ مو سر خلاص کړئ هغه امریکا چې تاسې یې د ماتولو دعوه لرئ، سږ کال یې د خلاء لپاره پوځ تشکیل کړ. امریکا یوازینی هېواد دی چې د ځمکني، بحري او هوایي ځواک په شمول څلور ‌‌‌‌‌‌ډوله پوځ لري. هغوی چې د سپوږمۍ او مریخ د ته د تلو ارادې لري. هلمند او زابل نیول ورته اسانه خبره ده. که فرض کړو همدا امریکا دا نن د برادر په شمول ستاسو ټوله رهبري ولچک کړي او د امازون ځنګل کې مو واچوي. په ځمکه داسې کوم قوت شته چې امریکا ته ووایي، ولې؟
مکوه د خدای لپاره نړۍ دې چې نن په کوم نرخ اخلي، سبا دې والله بالله که واخلي. لویې لویې له غرور ‌‌‌‌‌‌‌ډکې خبرې مکوه. امریکا نه ده ماته.
مات زه شوم چې د ښار هر څلور لاری مې په وینو رنګ شو. مات ته شوې چې د چینار چینار ځوانانو غوښې دې په بمونو والوځولې او زما ماشومان دې پرې لمبه لمبه کړل.
په شلو کالو کې دې یوه شپه ارام ونکړ او حتا دوه شپې دې مسلسل په یوه کور کې تېرې نکړای شوې. له ‌‌‌‌‌‌ډاره دې څهره نړۍ ته نشوای ښودلی او تلفون دې جېب کې و نشو ګرځولی. بې ادرسه وې. بې هویته وې. نوم دې چریک و. چریک پېري ته وایي. چې شناخت، رنګ او هویت نلري.
نور دا دروغجن غرور بس دی، د سولې لپاره نرمښت څرګند کړئ، نن افغانانو ته د جګړې د حل بهترین فرصت په لاس ورغلی دی او باید چې تاسو دغه پروسه د خپل کاذاب غرور قرباني نکړئ.
د یو سوله یز افغانستان په هیله!

Share this page to Telegram

Comments