طالبان ملکي وګړي سپر په توګه کاروي / بریالۍ ویاړ

comments 0

0 Views

تاسو به لیدلي وي چې طالبان هغو سیمو کې فعالیت کوي چرته زیات خلک اوسیږي او دا کار له دې ډاره کوي چې بهرني او افغان ځواکونه پرې بریدونه و نه کړي.
تاسو ټول راپورونه وګورئ، هغو سیمو کې چې د طالبانو تر څنګ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اووښتې، ښکاره شوې چې طالبانو همدې کورونو کې سنګر نیولی او یا پټ شوي چې تر برید لاندې راغلي دي.
داسې هم نه ده چې ګنې ملکی وګړي طالبانو ته ځایونه ورکوي، بلکې اصلي خبره دا ده چې طالبان په زوره د خلکو په کورونو، دیرو او حجرو ننوځي او له هوایي بریدونو ځان خوندي کوي.
تاسو به د افغان حکومت د جګړې وروستۍ ستراتيژي لیدلي او لوستلي وي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره یې ان افغان ځواکونو ته ویلي چې طالبان مو د ملکي وګړو په منځ کې ولیدل، هیڅ برید پرې مه کوئ، خو ډير کله بیا د ناسمو راپورونو په اساس بیا هم طالبانو د نښه کیدو پر مهال ملکي وګړي قرباني کیږي.
دا قصدي عمل نه دی، یواځې دومره چې فکر کیږي دا به د طالبانو مرکز وي، ځکه طالبان خو کومه نظامي قرارګاه نه لري، خو یا مدرسه کې اوسیږي، یا جوماتونو او یا د خلکو کورونو کې چې بیا ډير کله د ناسم راپور په اساس د طالبانو تر څنګ ملکي وګړي هم قرباني کیږي.
تازه بغلان کې د یو هوایي برید له کبله د یوې کورنۍ اوه غړي شهیدان شوي چې د خلکو غبرګون یې راپورته کړی دی، دا غبرګون د خلکو پر ځای دی، خو طالبان بیا له دې ډول اعتراضونو د ځان لپاره ګټه اخلي او هڅه کوي چې د حکومت او افغان ځواکونو پرضد خلک وپاروي.
طالبان دواړه کارونه کوي، د همدې لپاره د ملکي وګړو په منځ کې اوسیږي چې خوندي وي او برید پرې و نه شي، خو کله چې پرې برید وشي، او ملکي وګړو ته پکې زیان ورسیږي، بیا له دې برید داسې ګټه اخلي چې خلک پاروي او خپلو لیکو ته یې جذب کوي.
طالبان په دې تګلاره کې بریالي هم ښکاري، ځکه زموږ عام وګړي ساده او نالوستي دي او ډیر ژر د طالبانو به کاذبو تبلیغاتو تير وځي.
تاسو کله اوریدلي او یا لیدلي چې په بامیان او پنجشیر او یا نورو امن ولایتونو کې ملکي وګړي په نښه شوي او یا قرباني شوي وي.، خو ښکاره خبره ده چې نا هیڅکله داسې نه دی شوي.
د دې لامل دا دی چې دې خلکو طالبانو ته په سیمو کې ځای نه دی ورکړی او هيڅکله به ځای هم ور نه کړي.، همدې امن ولایتونو کې د بیارغونې کارونه شوي، ښوونځی جوړ دي، روغتونونه شته او سړکونه یې هم جوړ دي.
خو طالبان چې د افغانانو ازلي دښمنان دي هغو سیمو کې چې فعالیت کوي هیڅ د بیارغونې کار ته اجازه نه ورکوي او د خپل فعالیت په بدل کې له ملکي وګړو هم زیاته قرباني اخلي.
که طالب د ملکي وګړو له کورونو بیرون ووځی، دوه ورځې ژوند هم نه شي کولی، خو دا چې د جګړې پروسه یې اوږده شوه، لامل دا دی چې د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي او په دې سره یې ځانونه خوندي کړي او ملکی وګړي یې خطر کې اچولي دي.

Share this page to Telegram

Comments