طالبان مجبور دي، د افغانانو وړاندیزونه ومني / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

اوس چې تر بل هر وخت سولې ته هیلې زیاتې شوي او ټاکل شوې امریکا او طالبان خپل منځ کې هوکړه وکړي، ورسره یو ځآی افغانان خوشبین دي چې طالبان به د افغانانو غوښتنې ومني او له هغو سرو کرښو به تېر شي چې کلونه یې سوله و نه کړه او پردي اولادونه یې دې جګړه کې قرباني کړل.
طالبان د جګړې قیمت نه پرې کوي، بلکې پردي اولادونه په کاذبو تبلیغاتو تېر باسي او جګړه پرې کوي، د طالبانو مشران او کورنۍ یې له دې درکه هوسا ژوند لري او د جګړې پر سر هره معامله کې بهرنیو هېوادونو کې پانګونه کوي.
اوس تمه ده چې طالبان د پردیو هېوادونو له دستورونو تېر شي او افغان حکومت سره به خبرو کې د همدې نظام یوه برخه شي او هغه لاس ته راوړنې چې په زیاتو قربانیو لاس ته راغلي، خوندي پاتې شي.
د افغانانو غوښتنه همدا ده چې اوسنی جمهوري نظام به دوام پيدا کوي او هیڅ ډول تغیر به پکې نه راځي، طالبان چې له امریکا سره خبرو کې مخکې تللي یو څه نشه یي سر کې ګرځي چې ګنې امریکا به وځي او دوی ته به خپل پخوانی ریژیم سپاري، هغه ریژیم چې کلونه یې په خلکو ظلمونه کړي او دیکتاتوري نظام کې یې ټول قومونه او افغانان له حقونو بې برخې و.
اوس کې طالبان بین الافغاني خبرو ته راځي، ښکاره خبره ده چې د نظام دوام به مني، د نظام برخه کېږي به او هيڅکله به افغانان ورسره امارات او یا بل ډول نظام و نه مني چې د سیمې هېوادونو ځينې استخباراتو ډیزاین کړي وي.
اوس افغانان ټول په دې پوهیږي چې کلونه طالبان د همدې لپاره تمویل شو او جګړه یې وکړه چې دا نظام له منځه یوسي، هغه بنسټونه چې نسبي جوړ شوي او رغیدلي یو ځل بیا له منځه یوسي.
دا هم ښکاره ده چې د طالبانو له سولې سره جګړه پای نه مومي، طالبانو تېر اتلس کلونو جګړه کې بهرنیو ترهګرو ډلو ته زمینه برابره کړې چې فعالیت وکړي او دا ډلې اوس ډيرې پیاوړې دي چې کولی شي د طالبانو له سولې وروسته جګړې ته دوام ورکړي.
بله اندیښنه دا هم ده چې طالبان به د سولې پروسه کې امتیاز غواړي، خو دا امتیاز نه باید دومره وي چې طالبان د مخالف جهت په صفت ټول امتیاز واخلي، ځکه دلته د جګړې نور لوري شته چې باید ورسره مبارزه وشي او په زور تسلیم کړی شي.
افغان حکومت اوس تر بل هر وخت د سولې پروسې ته په قوي موقف کې دی، تاسو ولیدل چې طالبانو سخته ماتې خوړلې او پرته له ځانمرګو بریدونو چې ملکي وګړي یې قربانیان دي، هیڅ ډول جګړه نه شي کولی.
اوس د طالبانو هغه زور نه دی پاتې، دا ډله په څو ډلو ویشل شوې او د جګړې لپاره هغومره بشري قوه او ځواک نه لري، څومره یې چې مخکې درلوده، د طالبانو په پالیسو او تګلارو اوس ډیر خلک خبر دي چې بهرنۍ تګلارې پلي کوي او په همدې اساس یې وسله والو کې کموالی راغلی دی.
طالب اوس پخوانی طالب نه دی پاتې او تر سخت فشار لاندې دی، نو مجبور چې سوله وکړي او که سوله و نه کړي، اوس افغان ځواکونه د دوی په ټول تکتیکونو بلد دی چې مخه یې ونیسي او دا ډله له منځه یوسي.

Share this page to Telegram

Comments