طالبان له ملکیانو د جګړې غچ اخلي / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د طالبانو د اوسنۍ جګړې زیات تمرکز د ځمکې په خیټه ماین ايښودلو باندې دی او موږ ګورو چې نږدې هره ورځ د دې ماینونو قربانیان ملکي وګړي دي.
تاسو د چهارشنبې په ماښام ولیدل چې د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې د واده مراسمو ته روانو خلکو باندې د سړک غاړې ماین وچاودیده او د یوې کورنۍ ۲۰ غړي پکې مړه او ټپيان شول.
په دې چاودنه کې ۱۵ کسان چې ۱۲ یې ښځې او ماشومان شهیدان شول او پنځه نور ټپيان شول.
هغه تصویرونه چې د دې چاودنې د قربانیانو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي و، ډیر دردوونکي و.
د یوې کورنۍ پنځلس جنازې په یوه ورځ له کوره ووتلې او داسې غوغا جوړه وه چې د اوسپنې زړونه یې ویلي کول.
خو طالبان چې د انسانیت هیڅ پوله نه پيژني او د خپل وحشت په وروستي حد کې دي، د ملکي وګړو د قربانیو کیسه کې هم نه دي.
دا نه لومړی ځل و او نه به وروستی ځل وي چې د طالبانو ماینونه ملکي وګړو څخه قرباني اخلي.
تاسو هر کال وروستیو کې د ملګرو ملتونو د یوناما راپور وګورئ چې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې اتیا سلنه مسوولیت پر طالبانو وي او بیا د دې مرګ ژوبلې اتیا سلنه لامل د سړک غاړې ماین چاودنې وي.
طالبان ښه په دې پوهیږي چې د جګړې قربانیان یې ملکیان دي، خو بیا هم په ډیرې سپین سترګۍ سره د جګړې مشروعیت لپاره دلایل لټوي.
طالبانو تر خپل کنټرول لاندې او په بله اصطلاح ناامنه سیمو کې د سړک غاړې او لارې له ماینونو ډکې کړي، دا ماینونه داسې معیاري ماینونه نه دي چې هرکله د طالبانو په خوښه چاودنه وکړي.
د دې ماینونو ځینې وخت وخت پوره شي، خپله چاودنه کوي، کله پر طالبانو خپله چاودنه کوي او کله هم ملکی وګړو باندې چاودنه کوي چې قربانیان یې هم ملکي وګړي وي.
خو جالبه دا چې که دا ماین پر افغان ځواکونو چاودنه وکړي طالبان یې په افتخار مسوولیت منی، که پر ملکی وګړو چاودنه وکړي، بیا یې مسوولیت نه مني او ځان تیر راوړی.
طالبان به تر کله له ملکي وګړو د جګړې قرباني اخلي، بیا هم د جګړې وروستی لار سوله ده، کله چې طالبان سوله وکړي بیا به د طالبانو کوم مخ پاتې وي چې د قربانیانو کورنیو سره یې مخ کړي.
افغانان د ژوند کولو حق لري او نور بس دی، د بل په دستور خپل افغانان د جاسوس او اشغالګر په نوم مه وژنئ.

Share this page to Telegram

Comments