طالبان له ایران سره د خلاصو سرحدونو ګټه اخلي

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: د ایران او افغانستان تر منځ سرحدي سیمې چې امنیت ساتل یې ستونزمن دي، طالبان ترې ګټه اخلي او له دې خلاصو لارو ایران ته تګ راتګ کوي.
د فراه د ولایتي شورا غړي وایي، اوس طالبان د پاکستان تر څنګ په ایران کې خوندي ځایونه او مرکزونه لري او له خلاصو سرحدونو په ګټنې په دې لار تګ راتګ کوي او له ایران څخه افغانستان ته د جګړې توکې رالیږدوي.
د ولایتي شورا غړی دادالله قانع وايي، د فراه وروستی برید د ایران د ګټو لپاره طالبانو پلان کړی و او هدف دا و چې فراه کې ګډوډي رامنځ ته کړي او د اوبو د مدیریت کولو مخه ونیول شي.
د فراه، هرات او نمیروز استازي وايي، ایران له خلاصو سرحدونو په ګټنې خپلې ګټې تعقیبوي او طالبان بیا له دې لارې ایران ته ازادانه تګ راتګ کوي.
له دې سره ملي دفاع وزارت وايي، افغانستان د ډیورنډ کرښې تر څنګ له نورو هېوادونو سره په پولو باندې خلاصې لارې لري او افغان ځواکونه یې کنټرولوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، له ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي او که چرته کوم هېواد له سرحدونو ناسمه ګټه پورته کړي، دوی به یې ځواب ورکړي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments