طالبان: له امریکا سره خبرې کوو

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: وسله والو طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې چمتو دي له امریکا سره مستقیمو خبرو ته کیني.
بهرنیو رسنیو که څه هم د طالبانو د دوه لوړپوړو چارواکو نومونه نه دي ذکر کړي، خو د هغوی له قوله یې لیکلي چې طالبان هغه مهال له افغان حکومت سره خبرې کوي، کله چې له افغانستان د امریکا د وتلو پلان بشپړ شي.
د بهرنی رسنیو د راپور له مخې طالبانو ویلي چې نه غواړي افغان حکومت کې کومه برخه ولري، خو له بهرنیو غواړي چې له افغانستان ووځي.
تر دې د مخه د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې تیار دي د سولې په خبرو کې ونډه واخلي خو دا یې نه و ویلي چې په مستقیم ډول به د خبرو اړخ شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments