طالبان له افغانانو سره جګړه او کرونا سره مرسته کوي / سید عبدالله پآچا

comments 0

1 Views

راپورونه وايي چې طالبانو د غور ولایت تولک ولسوالۍ پر لار یو شمېر ډاکټران تښتولي چې د کرونا ناروغانو پسې یو کلي ته روان و.
د تولک ولسوال او خلکو اندیښنه ښودلې چې د تولک ولسوالۍ ځینو کلیو کې تر نیمایي زیات خلک د کرونا کویډ ۱۹ نښې نښانې لري.
له همدې کبله د غور روغتون او ولایت مقام یادې ولسوالۍ ته یو کاري ټیم لیږه چې لار کې طالبانو له سړک ښکته کړي او نامالوم لور ته یې بیولي دي.
له هغې ورځې چې کرونا وایروس افغانستان کې ثبت شو، پر طالبانو غږ وشو چې اوربند وکړي، تر څو له کرونا سره سمه مبارزه وشي.
خو طالبانو برعکس دا غوښتنه رد کړه او له کرونا سره یو ځای یې جګړه تیزه کړه او بریدونه یې زیات کړل.
تاسو ګورئ چې اکثره ولایتونو کې پولیس د خلکو په تنظیم او کرنتین کې مصرف دي، خو طالبان له دې فرصت ګټه اخلي او پر پولیسو بریدونه کوي.
تر دې به بل سپک کار چرته وي چې روغتیاپالان چې د خلکو د خدمت او ژوند ژغورلو لپاره روان وي، طالبان یې نیسي او د خلکو له خدمت یې راګرځوي.
تاسو وګورئ چې طالبانو د جګړې تر څنګ نور د څومره خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، د هر ډول خدماتو یې بې برخې کړی او په داسې سختو ورځو کې هم همکارۍ ته تیار نه دی چې و یې کړي.
د دې پر ځای چې همکاري وکړي، برعکس ستونزې جوړوي چې روغتیایي ټيمونه له کارونو راوګرځوي او و یې ځوروي.
له همدې ډاره ځینو هغو سیمو کې چې طالبان تحرکات لري، ځینې ډاکټران زړه نه ښه کوي چې د روغتیایي خدمتونو لپاره لاړ شي.
ډاکټر او سرتېري دا وخت له کرونا سره مبارزه کې لومړي خط کې دي خو طالبان له دې فرصت ګټه اخلي او هڅه کوي چې ګډوډي رامنځ ته او دا مبارزه ناکامه کړي.
طالبان په هر اړخ کې د خلکو لپاره درد سر دی او تر څو چې دا ترهګرې ډلې ورکې نه شي، هیڅ امکان نه لري چې دا وطن چټک پرمختګ وکړي.
تاسو وګورئ، که طالبان نه وی او جګړه یې نه وی، نو روغتیایي ټیمونه به په ډاډه زړه ولسوالیو او کلیو ته تللی او له کرونا سره به یې مبارزه کولی.
دغه راز طالبانو هغو ټیمونو ته اجازه نه ده ورکړې چې غوښتل یې د کرونا وایروس د خطراتو په تړاو خلکو مالومات ورکړي.
طالب چې د پولیو واکسینو مخه نیسي، نو د کرونا وایروس خو به خود مخه نیسي، طالبان په هیڅ دین او انسانیت باور نه لري، یواځې هغه کار کوي چې خپل باداران یې ورته وايي او بس.

Share this page to Telegram

Comments