طالبان له اسمان ځمکې ته راولویدل / نوید احمد څرک

comments 0

1 Views

قطر کې د طالبانو سیاسي پلاوي سره چې کله دامریکا متحده ایالاتو خبرې پيل کړې، فکر یې کو چې قاتحین دي، امریکایان به وځي او یو ځل بیا به امارت رامنخ ته کیږي او خلکو ته به یې کوتکونه او دورې بندې کړي وي.
خو قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو جزیات چې کله رسنیز شول، خلکو پراخ غبرګون وښود او خپلې غوښتنې یې د سولې خبرو کې مطرح کړې.
د ښځو حقوق، بشر حقوق، بیارغونه، د بیان ازادي، او ولسواکي هغه عمده مسایل و چې افغانان هیڅکله حاضر نه دي د سولې خبرو په بدل کې یې له لاسه ورکړي، تر دې مهم جمهوریت دی چې ټول خلک پکې ځانونه ګوري او تیار نه دي چې د جمهوریت پرځای بل نظام پرې وتپل شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو یوکال تېر شو، لومړیو کې دا خبرې چټکې روانې وې، خو کله چې خبره د افغان حکومت راغله، دواړه لوري ودریدل او مجبور شول چې افغانانو ته جزیات ورکړي.
جزیاتو کې ځینې داسې مسایل و چې افغان حکومت او افغانانو پورې تړاو لري او د افغانانو د راتلونکي لپاره ښه زیری نه دی، همغه و چې دا پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ شوه او وروستي شوي بحثونو کې نوي شرایط رامنځ ته شول.
د خبرو په میز دواړه لوري (امریکا او طالبان) مجبور دي چې وروستۍ هوکړه کې د افغان حکومت او افغانانو شرطونه هم ومني.
ځکه امریکا له افغان حکومت سره امنیتي او ستراتيژیک تړونونه لري او د بهرنیو ځواکونو وتلو پریکړه باید افغانان او افغان حکومت وکړي، نه طالبان.
د افغان حکومت نوي شرطونه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې وړاندې کړی و، هغه دا و چې بهرني خواکونه باید په مسوولانه ډول افغانستان څخه ووځي.
طالبان بیا ټینګار لري چې بهرني ځواکونه دي له افغانستان ووځي، او طالبان او حکومت دې خپل منځ کې پریږدي چې په څه سره سلا کیږي.
خو امریکا په نویو شرطونو کې طالبانو ته ویلي چې د تاوتریخوالي د کمښت هوکړه به په دایمي اوربند بدلیږي.
له اوربند وروسته به افغان حکومت او طالبان سیاسي جوړجاړی کوي او یوې پایلې ته به رسیږي.
تر څو چې طالبان دایمي اوربند و نه کړي او سیاسي جوړ جاړي ته سره و نه رسیږي، تر هغې امریکا له طالبانو سره وروستۍ هوکړه نه لاسلیک کوي.
نو په دې ډول نویو شرایطو سره طالبان پوه شول چې دوی دومره قوي موقف نه لري او باید یو سیاسي جوړجاړی وکړي.
د سیاسي جوړجاړي تر څنګ باید طالبان د افغانانو غوښتنې هم ومني، ځکه افغانان نه غواړي بیا تېر ته وګرځي او طالبان نظام راشي.
طالبان دې دا ومني چې افغانستان اوس د ۲۰۰۰م کال نه دی، هم افغانستان بدل شوی او هم افغانان.

Share this page to Telegram

Comments