طالبان له اسلام اباد سره خپلې اړیکې څنګه تعریف کوي/ سید عبدالله پاچا ــ پرلپسې دویمه برخه

comments 0

0 Views

طالیب قومندان: ښه صیب همداسې به وکړم، لدې سره طالیب قومندان په منډه له چاوڼۍ ووځي، لږ ځنډ وروسته طالیب قومندان په ډاټسنه کې امریکايي کورنۍ او یو لاس تړلی د ملي اردو عسکر راولي، موټر د چاوڼۍ بهر ودروي او خپله مسکۍ مسکۍ چاوڼۍ ته ننوځي چې یو سپاهي پرې غږ وکړي:
سپاهي: ودریږه ماجره. داسې روان یې لکه د پلار کور دې چې وي، چرته ځې؟
طالیب قومندان: سپاهي صیب میجر صیب دا کسان غوښتي.
سپاهي: دا کسان ماله پریږده زه یې ورله بوځم. ته دلته بهر کینه.
دې سره سپاهي د ډاټسنې له سیټو امریکايي کورنۍ ښکته کړي چې شاته ډالې ته وګوري نو د ملي اردو عسکر لاس تړلی پکې پروت وي، سپاهي مسکی شي او طالیب قومندان ته وايي:
سپاهي: هلکه ماجره دا دې څه راوړي دي؟
طالیب قومندان: صیبه دا د کافرې اردو عسکر دی او میجر صیب غوښتی.
سپاهي همداسې مسکۍ امریکايي کورنۍ دننه روانه کړي او خپلو دوه ملګرو ته ووايي چې پدې اردو والا خیال ساتئ.
طالیب هم څادر له اوږې ښکته کړي او د چاوڼۍ مخکې چمن کې یې هوار کړي، خو چې څنګه پرې کیني نو له ولاړو سپاهیانو یو کس پرې را غږ کړي چې پاڅه ماجره ځای ځایګې نه ګورې څادر اوار کړې او پرې کینې.
بیا ورته ووايي چې د چاوڼۍ مخې نه لږ هخوا ودریږه، طالیب ورته مسکۍ شي او ورته ووايي ښه صیبه، لږ وروسته هغه سپاهي له دننه بیرته راشي او دا ځل د ملي اردو عسکر ځان سره روان کړي، د ملي اردو عسکر چې د طالیب قومندان څنګ ته تیریږي نو ورته ووايي: لدې دې نور هم سپک غواړم، ته چې خپل دولت سپکوې ته به هم داسې سپکیږې.
د اردو عسکر لا خبره ختمه کړې نه وي چې یو سپاهي یې د ټوپک په کنداغ ووهي او ورته ووايي: دا مسلمان دی او له پاکستان دفاع کوي، پاکستان د اسلام کلا ده، او طالبان د اسلام لپاره قرباني ورکوي او د افغان کافر! حکومت پرضد جهاد! کوي.
دا خبرې چې طالیب قومندان واوري نو نور هم مغرور شي او ووايي:بالکل له اسلام نه مې سر، کورنۍ هیواد، دولت، ملت او هر څه قربان دي، اسلام ما ته تر هر څه مهم دی.
بیا د اردو عسکر ته په غصه شي او سپاهي ته ووايي: سپاهي صیب نور یې هم ووهه، دا کفار باید ژوندي پرینږدو، دې خبرې اوریدو سره د اردو عسکر طالیب ته مخ ورواوړوي او ورته ووايي. هی هی چې کله به مو سر خلاصیږي، نو کفار خو تا ازاد پریښودل.
مخکې لدې چې طالیب قومندان څه ووايي، سپاهي د اردو عسکر یو کنداق بیا ووهي، د چاوڼۍ دروازې په لور یې کش کړي او ورته ووايي: د امریکې بچیه ځه چې اوس تا باندې ورځ کې ستارې وښیم.
طالیب قومندان له شانه ورغږ کړي: سپاهي صیب سم یې ووهئ دا کافر او ريښتیا میجر صیب ته ووايئ چې هغه نور کافران! مې لکه څنګه چې میجر صیب ویلي وو هماغسې ووژل، دې سره سپاهیان د ملي اردو عسکر دننه بوځي.
طالیب بهر انتظار کوي چې له لرې د هلیکوپترو غږ شي، میجر هم له چاوڼۍ په منډه بهر راوځي، طالیب قومندان چې وویني نو په مغرورانه انداز ورته ووايي:ماجره لا تلې نه یې؟ نور څه غواړې؟ شابه شابه دې ځای نه زر ځه چې جرنیل صیب راروان دی، هغه څو ځل راته ویلي چې دې اومهاجرو نه ګنده بوی ځي ما له یې مه راپریږده.
طالیب په خندا شي او میجر ته ووايي: یاره میجر صیب داسې سپينې سپینې خبرې کوې ځکه خو مې له زړه خوښیږې، خو میجر صیب ودې نه ویل چې خپلو کابلي او بهر ملکي ملاتړو ته څه دلایل ووایو چې دا کار مو ولې وکړ.
میجر: د هغې ته غم مه کاوه، کابل کې چې زمونږ کسان څه ولیکي بس خپلو ملګرو له ووایه چې هماغه شانتې یو څه ولیکي، ښه اوس دې ځای نه پښې سپکوه چې جرنیل صیب راځي.
طالیب قومندان: ښه ښه صیب. الله دې خوشاله لره. الله دې له غمو نه په امان لره. الله دې ډیر عمر درکړي. الله دې…
چې بله خبره کوي نو میجر په غصه شي او ورته ووايي چې اوس ځې که نه؟ طالیب بیا مسکۍ شي او ورته ووايي: ښه صیبه دا دی لاړم.
دویمه برخه، دوام لري……….

Share this page to Telegram

Comments