طالبان له اسلام اباد سره خپلې اړیکې څنګه تعریف کوي/ سید عبدالله پاچا ــ لومړۍ برخه

comments 0

0 Views

د دوه کالو مخکې له وضعیت به دا تحلیل پيل کړو بیا تر نن ورځې چې ولې طالبان و نه توانیدل چې د امریکایي پوهنتون استادان د پآکستان له زندان خوشې کړي.
طالبان په ښکاره وایي چې ګنې دا بهرني استادان له دوی سره بندیان دي، خو دا وروسته له هغې مالومه شوه چې دا بندیان به د پاکستان له هوایي ډګر څخه قطر ته ځي.
مالومه شوه چې طالبانو یواځې دا بندیان د پاکستان په خوښه نیولي او ای ایس ای ته یې سپارلي دی، دا چې د طالبانو نیول شوي درې کسان پاکستان ته ډير وفادار دي، پاکستان یې په بدل کې د امریکا او استرالیا دوه تبعه خوشې کوي، چې د پآکستان په زندان کې دي.
دا کیسه او تحلیل وروسته کوو، خو لومړی د دوه کالو مخکې یوه قضیه را خلو.
دوه کاله وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان د اردو مشر باجوه ته چې له خپلو جنرالانو سره غونډه لري، ټیلیفون کوي، باجوه ډير خوشحالیږي چې څنګه یې بادار زن وهلی دی او په داسې لهجه ورته وایي، ((هلو ټرمپ صیب څنګه دې مونږ غریبان پدې سخت وخت کې یاد کړو.))
ټرمپ په ټیلفوني مکالمه کې باجوه ته وایي، لا خو درباندې سخته نه ده راغلې، خو ځه خیر په ۲۴ ساعته کې هغه امریکايي کورنۍ چې له طالیبانو سره بندیان دې راخلاصه غواړم.
باجوه په ځواب کې وایي، سر جي هغه خو طالیبانو سره بندیان دې موږ خو ترې خبر هم نه وی، ټرمپ ورته وایي، احمقه شپاړس کاله مو افغانان پدې غلط کړل چې طالیبان د پاکستان ملیشه نه ده. اوس ما هم غلطوې؟ وایي چې موږ له طالبانوخبر نه یو.
له دې سره باجوه له غونډې پورته کیږي او وایي چې معافي غواړم سر جي، ته ۲۴ یادوې په دولسو کې به یې درته راخلاص کړم.
ټرمپ تلیفون پرې کړې، خو باجوه لا لګیا وي چې د بل چا زنګ یې ټیلیفون ته راشي، باجوه وشرمیږي، ټیلیفون بند کړي او له شرمه غصه شي، په مجلس کې د ای ایس ای مشر ته په غصه ووايي چې هلیکوپټرې بوځه او همدا اوس له طالیبانو هغه امریکايي کورنۍ راوله.
د ای ایس ای مشر ورته ووايي ښه جي، دې سره سلامي ورته وکړي او لاړ شي، له وتلو سره خپل سیمیز میجر ته زنګ ووهي او قومنده ورکړي چې تر څو هلیکوپترې در رسیږي تا باید امریکايي کورنۍ له طالیبانو راوستلې وي او زما راتګ ته منتظر یې.
میجر ورته ووايي، ټیک ده جي، زه اوس خبرې کووم او هر څه درته تنظیم کوم.
په ټیلیفون کې ورته سلامي وکړي او ټیلیفون کیږدي، لدې سره ژر طالیب قومندان راوغواړي، طالیب قومندان هم په منډه ورته ځان راورسوي، ستړی ښکاري زړه یې وي چې د میجر مخامخ په چوکۍ کیني خو میجر ورته ووايي: کینه مه، واپس لاړ شه او هغه امریکايي کورنۍ روغه جوړه ماله ژر راوله.
طالیب قومندان میجر ته وګوري او ورته ووايي: صیب اجازه ده یوه پوښتنه وکړم.
میجر: نه ډیر تپوسونه مه کوه چې څه مې درله وویل همغه ډول کار وکړه، شابه شابه زر ځه او څومره ژر چې کیدلی شي هغه کورنۍ روغه رمټه راوله.
طالیب قومندان: په سر سترګو صیب، خو له هغو افغانانو بندیانو سره څه وکړم؟
میجر: کوم بندیان؟
طالیب قومندان: صیب هغه چې څو ورځې مخکې مو ونیول، یو د ملي اردو کس دی، څلور د محلي پولیسو کسان دي او یو څو کسو هسې زمونږ په تحریک پسې بدې خبرې کړي هغوی مو هم نیولي.
میجر: هغه اردو والا کس ماله راوله او نور له یوې مخې په ډزو ووژنه، جهاد پرې وکړه، چې نورو افغانانو ته عبرت شي.
لومړی برخه، دوام لري.

Share this page to Telegram

Comments