طالبان زندانیانو سره ناسم چلند کوي

comments 0

7504 Views

هندوکش – کابل: د طالبانو له زندانه تازه راخوشي شوي وايي، بندخونه کې ور سره خورا بد چلند کیده.
دغه زندانیان چې وړمه شپه د افغان ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې خوشي شوي، وايي، طالبانو ان د ډوډۍ پیسې هم له زندانیانو ټولولې.
کورنیو چارو وزارت وايي، په تیرو درې میاشتو کې د نهو عملیاتو په لړ کې د طالبانو له منګولو یې۴۰۰ ملکي او نظامي وګړي خوشي کړي دي.
تازه له کندز او بغلان د زندانونو څخه نږدې پنځوس کسان راخوشې شوي چې له ډيرې مودې راهیسې طالبانو سره بندیان و.
وروستیو کې د طالبانو زیات شمېر زندانونه ځانګړو ځواکونه مات کړل چې په پایله کې یې نږدې پنځه سوه کسان راخوشې شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments