طالبان د پردو مړو مسوولیت اخلي / سید عبدالله پآچا

comments 0

0 Views

کلونه جګړه کې طالبان په سپین سترګۍ سره له شرمه ډک تبلیغات کوي، که څه هم طالبان په دې ډول تبلیغاتو کې څو څو ځل دروغجن شوي خو بیا هم له دې ډول تبلیغاتو لاس نه اخلي او هڅه کوي چې د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي.
زما یاد دي چې په ۲۰۱۱م کال کې د کورنیو چارو وزارت کې یو بهرني مشاور باندې برید وشو، د برید مسوولیت طالبانو سمدستي ومنه، خو کله چې هغه کس په تيښته بریالی شو، په ښکاره یې وویل چې بهرنۍ مشاور یې د طالبانو په دستور نه دی وژلی بلکې افغاني ارزښتونو ته یې سپکاوی کړی و، او د یو پولیس افسر پرې برید کړی و.
له دې پېښې وړاندې او ورسته بیا ډیرې دا ډول پېښې تکرار شوې، ۲۰۱۳م هغه کال و چې داخلي بریدونه پکې زیات وشول او هر برید کې بهرنیان په نښه کیدل، دا موضوع د دفاع وزارت او بهرنیو ځواکونو تر منځ جدي ونیول شوه او تر یو وخته خو بهرني مشاورین د افغان ځواکونو منځ ته نه ورتلل او که ورتلل یو څه محدود شوي و.
ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کار وکړ او استخباراتي پلانونه یې پیاوړي کړل چې ځینې کسان یا ونیول شول او یا له لیکو وویستل شول چې شک پرې کیده چې نفوذي کسان دي او یا یې دهني توازن سم نه دی.
هر ځل چې برید شوی او بهرنی او یا کورنی لوړپوړی پکې هدف ګرځیدلی مسوولیت یې طالبانو منلی دی، نو په دې سره ویلی شو چې طالبان د پردیو مړو مسوولیت منی، ځکه چې هر ځل برید کې له څېړنو وروسته مالومه شوې چې بریدګر د طالبانو نفوذی کس نه بلکې یوه بله ستونزه او یا بهرني استخباراتو اړخ لري.
تاسو د جنرال رازق څېړنې وګورئ، د برید مسوولیت طالبانو ومنه، خو کار کویټه کې تنظیم شوی چې پلان د ای ایس ای و، همداسې یوه میاشت وړاندې کندز امنیه قومندانۍ کې یو قومندان د خپل افسر له لوري هدف وګرځید چې بیا مالومه شوه چې د دواړو ترمنځ لفظي شخړه تېره شوې وه او افسر ترې غچ واخیست. طالبانو د دې برید مسوولیت هم منلی و او داسې یې ښودلی وه چې بریدګر د دوی نفوذي کس و.
داسې ورته نورې ډیرې پېښې چې څېړنه یې شوې ده، تر ډیره یې یا بهرنۍ اړخ درلود چې د افغان ځواکونو او بهرنیو مشاورینو ترمنځ بې باوري رامنځ ته کړي او یا ثابته شوې چې ځینې ارزښتونو ته د سپکاوي په غبرګون کې برید شوی دی.
بهرني ځواکونه اوس ډیر اختیاط کوي چې د افغان ځواکونو پروړاندې هیڅ ډول سپکاوی و نه کړي، ځکه دا افغان ځواکونو ته د منلو نه دی، که نن یې غچ وا نه خلي، سبا یې حتما غچ اخلي، د همدې لپاره بهرنیو ځواکونو او مشاورینو ته د افغاني او اسلامي ارزښتونو په تړاو مالومات ورکول شوي چې سپکاوی ورته و نه کړي.
تازه د چهارشنبې په ورځ غزني کې یو افسر د خپلې لیوا قومندان باندې برید وکړ او له منځه یې یوړ، تراوسه په دې تړاو څېړنې روانې دي چې مالومه کړي برید کومه انګیزه لري، خو طالبانو له وړاندې د دې برید مسوولیت منلی دی.
د دې تر څنګ ځینې نور بریدونه چې طالبان یې ان د پلان توانايي هم نه لري، مسوولیت یې اخلي، خو د هغو بریدونو مسوولیت نه مني چې دوي کوي او پوهیږي چې غبرګونونه لري، لکه د کندهار خاکریز ولسوالۍ کې یې چې یو مازدا موټر باندې چاودنه وکړه، ۱۱ ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان پکې شامل و، شهیدان کړل او ۳۴ نور یې ټپيآن کړل.

Share this page to Telegram

Comments