طالبان د پاکستان په فرمایش قطر کې غونډه غواړي

comments 0

6 Views

هندوکش – پاکستان: په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو غونډه د ځينو اختلافونو له امله لغوه شوې.
پاکستان او طالبانو غوښتل چې غونډه قطر کې وشي، خو امریکا، سعودي او متحده عربي اماراتو قطر کې خبرې کول نه غوښتل.
ټاکل شوې وه چې نن او سبا په قطر کې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د روغې جوړې خبرې وشي خو طالبانو ویلي، له امریکا سره د دې غونډې د اجنډا د موضوعاتو پر سر د اختلافونو له امله یې لغوه کړه.
یوې طالب سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، طالبانو او امریکا د افغان چارواکو د ګډون، د احتمالي اوربند اعلانولو او د بندیانو د تبادلې په اړه اختلافات درلودل.
کابل کې د امریکا سفارت هم له طالبانو سره د قطر غونډې د لغوه کېدو خبره منلې ده.
کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي، څومره چې طالبان له رسنیو سره خبرې کوي، همدومره دې له افعان حکومت سره هم وکړي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments