طالبان د ټاکنو خپلواک کمیسیون درې برمته کړي کارکوونکي خوشي کړل

comments 0

29 Views

هندوکش – غور: د غور ولایت رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې طالبانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون درې کارکوونکي او دوه پولیس چې څو مودې وړاندې یې برمته کړي وول بیرته خوشي کړي دي.
د یاد ولایت سیمه ییزو چارواکو په وینا، طالبانو یاد کسان له امتیاز پرته د سپین ږیرو په غوښتنې خوشي کړي دي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو یاد کسان د ټاکنو د ثبت له یوه مرکزه د فیروز کوه له الله یار کلي برمته کړي وو چې د چارواکو په وینا تردې وړاندې هم طالبان څو ځلي پر ځینو مرکزونو بریدونه ترسره کړي وو.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments