طالبان د وحشت وروستي اوج کې / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

له کابل وروسته طالبانو دا ځل غزني کې یو وحشیانه برید کړی چې نږدې دوه سوه کسان چې نږدې ټول یې ملکیان دي، قرباني کړي دي.
برید د ملي امنیت اړوند یوه اداره باندې شوی، خو دا چې چاودنه د مزدا موټر په واسطه شوې او ډيره درنده وه، شاوخوا کورونو کې یې کسان ټپیان کړي او شهیدان کړي دي.
د برید سیمې تر څنګ ښوونځی هم و چې په چاودنه کې اکثره قربانیان د ښوونځي زده کوونکي ماشومان دي.
طالبان له چاودیدونکو توکو موټر ډک کړي او یو جاهل ورته کینوي، په یو ځای یې وربرابر کړي، نور یې کیسه کې نه وي چې دا برید به څومره کورنۍ د ویر په ټغر کینوي.
فکر وکړئ چې دولس کسان شهیدان شوي او ۱۷۵ نور ټپيان دي، دومره کورنۍ چې د ویر په ټغر ناستې شوي، ایا دا جهاد دی، ایا دا د اشغال پرضد مبارزه ده، ایا دا په اسلام کې شته، ایا اسلامیت د دې اجازه ورکوي.
طالب وسله والو هیڅکله له خپلو مشرانو پوښتنه و نه کړه چې زموږ مبارزه د څه لپاره ده، ولې افغان ماشومان شهیدان کړو، ولې میندې بوري کړو، ولې موټر بم د خلکو منځ کې وچو.
طالب وسله وال او هغه کسان چې ځانمرګي ته تیار شوي، د غزني د ماشومانو نننۍ چیغې به واوري چې د ښوونځي څخه د وتلو پرمهال یې وهلې، ایا طالب وجدان لري، ایا طالب رحم لري، څنګه توجې کوي داسې بریدونه چې قربانیان یې ماشومان وي.
تاسو د کابل برید هم ولید چې د ښوونځي ماشومان یې ټپيآن کړي و، په وینو یې سره کړي و او زیاتو خلکو ترمنځ یې ویره خپره کړې وه.
طالبان په یو دلیل ملامت نه دي، ځکه دوی ته امکانات د همدې لپاره ورکول کیږي چې لوی بریدونه وکړي ، دا چې بریدونو کې څوک قرباني کیږي، مهمه نه ده، مهمه دا ده چې برید باندې څومره رسنۍ خبرې کوي.
د طالب دا وحشت هیڅکله د بښلو نه دی، نه به یې افغانان وبښي، طالب په دې ډول بریدونو سره غواړي د سولې پروسه کې زیات امتیاز ترلاسه کړي، خو داسې هېواد او داسې حکومت به وي چې طالبانو ته د وحشت په بدل کې زیات امتیاز ورکړي؟.
نا هيڅکله داسې وحشتونه د بښلو نه دي او نه به یې افغانان وبښي، طالب چې د جګړې په ډګر کې یې مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې، هڅه کوي په داسې لویو بریدونو یې جبران کړي، خو دا بریدونه اسلامیت او انسانیت مني؟ نا هيڅکله نه، طالب به خپلو کسانو ته ناوړه تبلیغ وکړي چې برید کې یې د ملي امنیت سرتېري شهیدان کړی، خو هیڅکله نه ، هر څه د رسنیو دوربین ښکار کړي او په هیڅ ډول دا برید د توجیې وړ نه دی.
دې برید کې د ملي امنیت منسوبینو ته ځکه زیات زیان نه دی اووښتی، چې له احتمالي بریدونو له امله یې تدابیر نیولي و او برید ګر نه دی توانیدلی چې د ملي امنیت لومړي قرول ته ورسیږي.
افغان سرتېرو له بریدو وروسته د ټپيانو انتقال کړی، هغه ټپيآن چې سخت و، چورلکو کې کابل ته لیږدول شوي او دلته تر درملنې لاندې دي.
افغان ځواکونه به طالب هیڅ ځای پرینږدي او د دې ډول بریدونه به ژر غچ له طالبانو او دهغوی له قومندانانو واخلي.

Share this page to Telegram

Comments