طالبان د وحشتونو نمایش وړاندې کوي/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

په ډیره خواشینۍ سره باید ووایو چې طالبان د خپلې جګړې په اوږدو کې په افغانانو باندې د مرګ ډولونه تجربه کړل او په داسې طریقو یې ووژل چې یو ځناور به بل ځناور هم و نه وژني.
له بده مرغه طالبانو د اسلام تر نامه لاندې داسې وحشتونه وکړل چې خلک یې اسلام ته حیران کړي چې ایا اسلام همداسې دین دی چې طالبان یې استازیتوب کوي.
ښکاره خبره ده چې نا، اسلام د سولې دین دی او هغه څه چې طالبان یې د اسلام تر نامه لاندې کوي، دا په اصل کې د اسلام د مبارک دین د نوم بدۍ هڅه ده چې توله نړۍ کې وښيي چې دا دین د تاوتریخوالي دین دی.
تاسو به په تيرو اتلس کلونو کې اوریدلي وي چې طالبان په موچي تار باندې افغان مسلمانان حلال کړل، په چاړه یې حلال کړل، ژوندي یې خښ کړل، مړي یې ورته وسوځول، جسدونه یې ورته بربنډ کړل او بیا یې ترې ویډیوګانې وکړلې، ډله ییز یې وویشتل، هر ډول ټاپي یې پرې ووهلې او بیا یې د راکټ مرمیو پسې وتړل، یانې نړۍ کې هیڅ د وحشت تجربه نه ده پاتې چې طالبانو په افغانانو د مرګ پرمهال و نه کړه.
اوس تازه تاسو واوریدل چې د چهارشنبې په ورځ طالبانو د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندي سیمه کې د ماليې وزارت د بودجې د لوی ریاست یو کارمند زینت الله زیبي تر نیول کیدو څو ساعته وروسته ژوندی سوځولی دی.
د طالبانو دا تجربه د داعش د وژنو هغه یو ډول دی چې یو رسیې پیلوټ یې په عراق کې ژوندی سوځولی و، خو په دومره توپير چې هغه به دینه روسیه و او دا یو مسلمان.
د زیبي ګنا دا وه چې ملکي مامور و، او ملکي مامور سره د جګړې په قانون او اسلام کې هیڅوک حق نه لري، ځکه که هر حکومت راشي همدا کس به ملکی مامور وي.
تر ټولو دردناکه دا چې طالبانو دا کس صحرايي محاکمه کړی او بیا یې ژوندی سوځولی دی، دا نه په اسلام کې شته، نه په انسانیت کې شته او نه په افغانیت کې .
نو ویلی شو چې طالبان نه مسلمانان دي، نه انسانان دي او نه افغانان، دا ډله د خپلو وحشتونو په تیاره کې ډوبه ده او هیڅ انسانیت پکې نه دی پاتې.
دا ډله چې د جهالت په لار روانه ده، یواځې هغه څوک ورته مسلمان ښکاري چې د دوی وسله یې غاړه کې اچولي وي او افغانستان وران او افغانان ووژني، دا ډله نور بیخي لکه د وږي لیوانو د افغانانو ویني څښي او غوښې یې خوري.
طالبانو ته د انسان خطاب کول به هم انسان ته سپکاوی وي، ځکه الله پاک وایي، په اور سوځول یواځې زما کار دی، هغه وخت چې انسان په اسلامي احکامو عمل و نه کړي، په جهنم کې به په اور سوځي.
خو طالبانو د خدای له دې حکم نافرماني هم وکړه او د وژنو یو بل ډول یې هم رامنځ ته کړ چې هغه په اور سوځیدل دي.
طالبانو مشران چې ځانونه د اسلام ټیکداران او د سولې لارویان بولي، هیڅ ډول انسانیت او سولې ته ژمن نه دي او هر هغه کار کوي چې بهرني هېوادونه چې طالبان یې لاس پوڅي دي، ورته امر وکړي.
انشاءالله یوه ورځ به رارسیږی چې افغان ځواکونه به دا دله له منځه وړي او دا ارمان به یې ابدي له منځه وړي چې دوی یې بیا د افغانستان د نیولو لپاره لري.
د افغان ځواکونو ملاتړ وکړئ، د طالبانو او داعش له شره مو خلاصوي.

Share this page to Telegram

Comments